د لسو پونډو انتیک توکی ۵۰ زره وپلورل شو

انتیک توکی
Image caption کارول هسي وايي د ۱۷مې پېړۍ دا کوچنی چينايی توکی يې څلوېښت کاله ساتلی و.

په یوه ليلام کې د يوې برېتانوۍ مېرمنې یوه انتیک قطره څڅوونکی توکی چې څلوېښت کاله وړاندې يې په لس پونډه اخیستی و په پنځوس زره پونډه وپلورل شو.

کارول هسي وايي د ۱۷مې پېړۍ دا کوچنی چينايی توکی يې څلوېښت کاله ساتلی و. وروسته یې په لیلام کې ددې توکي د پلورلو نیت وکړ او قیمت یې دومره لوړ شو.

هغه وايي اوس نه پوهېږي چې په دې پیسو څه وکړي؟

"ما تر اوسه په دې فکر نه دی کړی. ما فکر نه کاوه چې دومره قیمته به وپلورل شي. تر اوسه مې په هېڅ شي فکر نه دی کړی."

نوموړې وايي دا توکی یې د سینګا په مېز پروت و او دا ورته لویه ورځ ده چې دومره ارزان بیه شی په لوړ قیمت پلوري.

څنګه مې د هندي ګوګړو ۲۵ زره انتیک ډبي راټول کړل

کابل کې انتیک پلورونکي له کمرنګ بازاره شکایت لري

دغه لیلام چې د لندن په نیوکاسل کې جوړ شوی او د نړیوال پام یې ور اړولی و.

ددې توکي لومړۍ بیه له کمو پیل بیا تر پنځلس او ورپسې ۴۶ زره پونډو ته ورسېده.

خو په پای کې ددې توکي قیمت پنځوس زره اعلان شو او لیلاموونکي کس له درې وارې وروستي قیمت اعلانولولو وروسته ددې سودا مبارکي ورکړه.

اغلې کارول د پیسو په یوه برخه ځان ته د الماسو یوه ګوتمۍ واخیسته او د نورو پیسو په اړه یې وویل چې نپوهیږي څه پرې وکړي.