ورځپاڼې: مودي د هېواد لپاره هر څه تر شا پرېښودل

مودي د انځور حقوق EPA
Image caption ورځپاڼه وايي د ودې او کلکې ملتپالنې گډ شعار ښاغلي مودي ته د هندو بلاک رايې راوړې.

نيويارک ټايمز وايي د هند لومړى وزير نرېندرا مودي چې په تېر او دا ځل ټاکنې يې د وراناسي له مذهبي ښار کې گټلې او واک ته رسېدلى په دغه ښار کې هم اتل دى او هم بدماش.

ورځپاڼه وايي د ودې او کلکې ملتپالنې گډ شعار ښاغلي مودي ته د هندو بلاک رايې راوړې.

ورځپاڼې د ويجې يادو په نامه د ښاغلي مودي د يوه مينه وال خبرې راخيستې چې وايي "مودي ان خپلې کورنۍ ته مينه نه ورکوي. که داسې وکړي نو بيا د ده او د نورو سياستوالو ترمنځ توپير په څه شو؟"

د مودي دغه مينه وال وايي همداسې بايد وي چې د هېواد لپاره هرڅه تر شا پرېښوول شي.

ورځپاڼه وايي خو د ښاغلي مودي د پراختيا او هندو ملتپالنې گډ شعار چې موخه يې د ډېرو خلکو ملاتړ ترلاسه کول دي ډېر مهال په وراناسي ښار کې ناکراري رامنځته کړې او ان ځينې مهال يې پايله په خطرناک ډول د ترينگلتيا ډېرېدل راوتلي.

ورځپاڼې: امریکایی طالب ۱۷ کاله پس له زندانه خوشی کېږي

ورځپاڼې: عمران خان هند سره ښې اړیکې غواړي

ورځپاڼې: چین ښایي له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پيل کړي

د ښاغلي مودي پروژو کې تر ټول ويشونکې هغه له مشهور کاشي وېشواناټ معبد نه د گنگا تر سيند پورې د دهليز جوړول و چې له امله يې سلگونه کورونه ويجاړ شول او د يو شمېر هندوانو او مسلمانانو د نارضايتۍ لامل شو.

گارډين ورځپاڼه وايي د افغانستان د روغتيا څانگې يو لوړ پوړى چارواکى وروسته له هغه بريتانيا کې د کډوال په توگه ومنل شو چې طالبانو يرغمل کړ او ويې کړاوه.

ورځپاڼې د دغې افغان وگړي نوم ډاکټر محمد حقمل ښوولى چې په وينا يې افغانستان کې يې يو شمېر خورا مهم روغتيايي پروگرامونه رامنځته کړي.

خو وروسته له هغه له خپل هېواده تېښتې ته اړ شو چې طالبانو يرغمل کړ.

دغه افغان ډاکټر د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت هغه دليل تر پوښتنې لاندې راوړى چې وايي د افغانستان ځينې برخې له امنيتي پلوه خوندي دي نو پر همدې بنسټ ځينې افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته په زوره شړي.

دغه ډاکټر ورځپاڼې ته ويلي کابل خوندي نه دى اود بېرته ستانه کړل شويو کډوالو په گډون پر زرگونو کسانو د بريدونو د پېښې بېلگې شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فايننشل ټايمز وايي اغلې مې برېکزېټ لپاره د نوموړې د پلان پر وړاندې د کابينې او پارلمان د بغاوت له امله ډېره زيانمنه شوې

ډېرى بريتانيوي ورځپاڼو وړاندوينه کړې چې لومړۍ وزيره ترېزا مې ښايي نن له دندې د استعفا کولو نېټه اعلان کړي.

فايننشل ټايمز وايي اغلې مې برېکزېټ لپاره د نوموړې د پلان پر وړاندې د کابينې او پارلمان د بغاوت له امله ډېره زيانمنه شوې او ټاکل شوې له گډوډۍ د بريتانيا د ايستلو لپاره د خپلې درې کلنې نابريالۍ هڅې د پاى اعلان وکړي.

خو ټايمز ورځپاڼه بيا وايي اغلې مې ښايي نورو شپږو اوونيو لپاره چې په محافظه کار گوند کې د مشرۍ لپاره سيالۍ روانې وي د لومړي وزارت په څوکۍ پاتې شي او ان هڅه وکړي چې د برېکزېټ په اړه يې پلان ومنل شي.

اړونده مطالب