د برتانیا لومړۍ وزیره تیریزا مې واک پریږدي

مېرمن مې په غریو نیولي غږ وویل، ویاړي چې د هغه هېواد خدمت یې وکړ، چې مینه ورسره کوي د انځور حقوق Reuters
Image caption مېرمن مې په غریو نیولي غږ وویل، ویاړي چې د هغه هېواد خدمت یې وکړ، چې مینه ورسره کوي

د برتانیا لومړۍ وزیره ترېسا مې وايي، دنده پرېږدي. نوموړې وايي، ټوله هڅه یې کړې چې له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو بهیر بشپړ شي، خو په خبره یې و نه توانیده.

د برتانیا لومړي وزارت دفتر مخې ته له خبریالانو سره مرکه کې نوموړې وویل، د راتلونکې جون میاشتې پر اوومه نېټه د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفا کوي، خو د لومړۍ وزيرې په توګه به تر هغه مهاله کار کوي چې ګوند یې ځای ناستي معلوم کړي.

مېرمن مې په غریو نیولي غږ وویل، ویاړي چې د هغه هېواد خدمت یې وکړ، چې مینه ورسره کوي او پښیمانه ده چې له اروپايي ټولنې یې د خپل هېواد وتلو بهیر بشپړ نه کړ.

مېرمن مې وايي، دا اوس د دې په ځای ناستي پورې اړه لري چې پر دې موضوع پارلمان کې اجماع رامنځته کړي.

هغې له ټولو وغوښتل چې دې لړ کې د تفاهم او جوړ جاړي لاره ونیسي. بل لور ته د محافظه کار ګوند یو شمېر پارلمان غړو له مخکې داسې هوډ یا اشارې څرګندې کړې چې ګواکې د ترېسا مې پر ځای به د برتانیا راتلونکي لومړي وزیر په توګه ټاکل کېدو ته هڅه وکړي.

دې لړ کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بورس جانسن ته تر ټولو د مخکښ سړي په نظر کتل کېږي، چې د اړتیا پر بنسټ له هوکړې پرته هم له اروپايي ټولنې د برتانیا ایستلو پلویتوب کولو کې هم تر ټولو مخکښ بلل کېده.

نوموړي پر دغې موضوع د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنې کمپاین کې هم مهم رول درلود. د بي بي سي سیاسي چارو خبریال په وینا داسې حال کې چې له اروپايي ټولنې د برتانیا ایستلو پروسې ته په ظاهره کوم حل په پام کې نه شته، دغه چاره به خورا ناندریزه او لویه ننګونه وي.

د بریګزیټ مهمې پېښې

  • جون ۲۰۱۶: ټولپوښتنه کې برتانونیانو پرېکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې وځي.
  • نومبر ۲۰۱۸: د برتانیا وتلو او له اروپايي ټولنې سره د راتلونکي پر اړیکو تګلارې مسودې هوکړه وشوه.
  • دسمبر ۲۰۱۸: ټرېسا مې د اروپايي ټولنې ته د نور ډاډ ورکولو لپاره لومړی ( معانا لرونکې رایې اچونه) وځنډوله.
  • جنوري ۱۵: د برتانیا پارلمان ولسي جرګې بریګزیټ هوکړه په ۲۳۹ رایو رد کړه.
  • ۱۳ مارچ: پارلمان غړو دویم ځل بریګزیټ هوکړه په ۱۴۹ رایو سره رده کړه.
  • ۲۲ مارچ: اروپايي ټولنې د مارچ له ۲۹ وروسته پورې د بریګزیټ ځنډولو پرېکړه وکړه، خو تر یوې اوونۍ پورې د برتانیا له لوري د هوکړې نه کېدو له کبله یې د اپریل تر ۱۲ پورې وځنډوله.
  • ۲۹ مارچ: پارلمان غړو له ۵۸ منفي رایو سره بريګزیټ هوکړه رد کړه.
  • ۲ اپریل: برتانوۍ لومړۍ وزیرې وویل، له اروپايي ټولنې به د لنډې مودې لپاره (موقت ځنډ) وغواړي.
  • ۱۱ اپریل: د اروپايي ټولنې شورا مشر ډونلډ ټوسک وویل، برتانیا او اروپايي ټولنې د اکتوبر تر ۳۱ پورې د بریګزیټ پر (قابل توسیع) ځنډولو هوکړه کړې.

له مارګریټ تیچر، جان میجر او ډېوډ کامرون وروسته ترېزا مې د محافظه کار ګوند څلورمه برتانوۍ لومړۍ وزیره ده چې له اروپايي ټولنې سره د خپل هېواد اړیکو موضوع پر سر له صحنې وځي.

د برګزیټ په تړاو په ټپه له ولاړ حالته د وتلو لپاره له نورو ګوندونو سره د اجماع رامنځته کولو کوښښونه دې لړ کې د مېرمن مې وروستۍ هڅې ثابتې شوې.