ایراني چارواکو د یوګا ورزش له ټولګي ۳۰ کسان نیولي

د ایران حکومت نارینه وو او ښځینه وو ته د یو ځای سپورتي فعالیتونو اجازه نه ورکوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران حکومت نارینه وو او ښځینه وو ته د یو ځای سپورتي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

ایراني چارواکو هغه ۳۰ کسان نیولي چې د یوګا ورزش په یوه تمرین کې یې برخه اخیستې وه. دغې پېښې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه رامنځته کړي. دغه کسان په ګرګان سیمه کې له یوه کوره نیول شوي، چې ویل کېږي په ظاهره یې د ښځو او نارینه وو په یوه ګډ تمریناتي ورزشي ټولګي کې يې برخه اخیستې وه.

د عدليې ځايي چارواکی مسعود سلیماني ویلي، د ټولګي روزونکی هم نیول شوی چې د نوموړي په خبره جواز یې نه درلود او پر انسټاګرام پاڼه یې د خپل ټولګي لپاره تبلغاتي کمپاین کاوه.

د تسنیم خبري اژانس په رپوټ کې د نوموړي افسر له خولې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو 'نامناسب کالي ' اغوستي وو او 'نامناسب خوځوښتونه ' یې کول.

د ایران حکومت نارینه وو او ښځینه وو ته د یو ځای سپورتي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

هندی خبریال پر مسلمانانو د یوګا بندیز د راپور له کبله نیول شوی

ایران: د نڅا په تور شپږ کسان نیول شوي

له موګریني سره سيلفي ایرانی استازی بښنې ته اړ کړ

د ګلستان ایالت مرکزي ښار ګرګان کې د اسلامي انقلابي محکمې مرستیال مشر مسعود سلیماني د نیول شویو کسانو د لباس یا حرکتونو په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

نوموړی وايي، پر دغه کور له چاپې وهلو مخکې امنیتي ځواکونو له څه مودې راهیسې د کور څارنه کوله.

دغې پېښې چې د ځوانو خبریالانو کلب یې هم رپوټ خپور کړی، پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي او د خواله رسنیو د بحثونو د سر موضوع ګرځېدلې. یوه ټویټر کاروونکي لیکلي:

''ایراني چارواکي فکر کوي، چې همدا یوګا ټکی ښايي د شریعت له مخې ستونزه لري. ''

یوه بل بیا دا وروستیو کې د امریکا جنګي بېړۍ ځای پر ځای کېدو پېښې ته په اشارې سره لیکلي، ''یو داسې نظام چې یوګا ورته خطرناک کار ښکاري د له منځه تلو لپاره جنګي بېړۍ ابراهام لنکن ته اړتیا نه لري. ''

ځینو نورو بیا د طنز په ژبه لیکلي چې په ګورګان کې یې د ورزش کوونکو له نیول کېدو وروسته ورزش کول پرې ايښي دي.

ایراني سپورت چارواکو له دې مخکې ۲۰۱۷ کال کې پر زومبي نومي کولمبیايي اکروبیک ورزشي حرکتونو بندیز لګولی و.

ښاغلي سلماني د دغو کسانو نیولو خبر تر څنګ پر خواله رسنیو د څار پر نشتوالي هم نیوکه وکړه. که څه هم په ایران کې پر تویټر رسماً بندیز لګېدلی، خو ویل کېږي چې په ځانګړې توګه پر انسټاګرام هم دا ورستیو کې څارنه ډېره شوې ده.

اړونده مطالب