د هند په ښوونیز مرکز کې اورلګېدنې ۲۰ کسان وژلي

اور د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سورات سیمې لویدیځه څنډه کې دغه ښوونیز مرکز کې اور لګیدلو سره زدکوونکي لیدل شوي چې ځانونه یې له دې ودانۍ لاندې غورځول.

هندي چارواکو ویلي چې د دې هېواد په یوه تعلیمي مرکز کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

د سورات سیمې لویدیځه څنډه کې دغه ښوونیز مرکز کې اور لګیدلو سره زدکوونکي لیدل شوي چې ځانونه یې له دې ودانۍ لاندې غورځول.

ډېری قربانیان د همدې مرکز ماشوم زدکوونکي ښودل شوي.

چارواکي وايي تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل مالوم نه دی.

په دې پېښه کې شاوخوا ۲۰ کسان ټپیان شوي او د ګجرات یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اور وژنې یوه سیمه ییز چارواکۍ ډيپک ساپتالي رسنیو ته ویلي، زدکوونکي د ځان راغورځولو او اور له امله وژل شوي دي.

د قربانیانو عمرونه تر شلو کلونو کم ښودل شوي.

ویل کېږي د قربانیانو شمېر ځکه زیات دی چې اورلګېدنه د ځینو(پوړیو) شاوخوا شوې او د تېښتې لار بنده شوې وه.

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي په ټویټر د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواشیني ښودلې او چارواکو ته یې امر کړی چې مرستې ته ودانګي.

اړونده مطالب