منځني ختیځ د امریکايي سرتېرو پر ډېرېدو د ایران اندېښنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

منځني ختیځ د امریکايي سرتېرو پر ډېرېدو د ایران اندېښنه

امریکايي ولسمشر جاپاني سوداګرو ته ويلي دي چې غواړي د دې دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې نا انډول حالت سم کړي. ولسمشر ټرمپ جاپان ته په څلور ورځني سفر تللی دی. په عین وخت کې، ایران د امریکا پر هغه اعلان چې وايي منځني ختیځ ته نور سرتېري لېږي غصه ښودلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ويلي دا کار نړیوالې سولې ته ګواښ دی.