ورځپاڼې: راشد خان د افغانو ماشومانو لپاره د بریا سمبول دی

راشد خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېلي ټېلېگراف ورځپاڼه وايي راشد خان په دې باور دى چې کرېکټ کې برى افغانستان ته نوى انځور وربښي.

ډېلي ټېلېگراف ورځپاڼې د افغان کرېکټ ستوري راشد خان په تړاو يو اوږ مطلب خپور کړى او هغه يې تر ټولو ستر افغان لوبغاړى بللى.

د ورځپاڼې مطلب تر ډېره د راشد خان د ژوندانه په تړاو دى او وايي نوموړي په ٢١ کلنۍ کې وار له مخه يو ځانگړى ميراث پرېښى او هغه د تي ٢٠ کلپونو هڅونه ده چې پر افغان استعدادونو پانگونه وکړي په تېره پر سپېن توپ اچونکو او افغان ماشومان دا هنر زده کړي.

ورځپاڼه وايي اوس په اکاډميو او پر واټونو ډېر شمېر ماشومان کتل کېږي چې له راشد خانه په الهام سپېن بالنگ کوي. راشد خان ورځپاڼې ته ويلي خوښېږي چې دغه راز صحنې گوري.

ورځپاڼه وايي راشد خان په دې باور دى چې کرېکټ کې برى افغانستان ته نوى انځور وربښي. نوموړي ويلي سپورت يوازينى شى دى چې افغانستان ته سوله راولي.

ټايم مجلې منځني ختيځ ته د نورو امريکايي ځواکونو د استونې پرېکړې ته د ايران غبرگون مهم بللى چې ويلي يې دي خورا ډېر خطر ناک عمل دى.

مجلې د ايران د بهرنيو چارو د وزير جواد ظريف څرگندونې راخيستې ويلي دا نړيوالې سولې او امنيت ته گواښ او سخت خطر دى نو بايد ورته پام وشي.

مجلې په دې تړاو د ايران د انقلابي ساتونکو ځواک د سلاکار جنرال مرتضى قرباني څرگندونې هم راخيستې چې د ايران پر نيمه دولتي برېښنايي رسنۍ ميزان خپرې شوې. ښاغلي قرباني ويلي و که د امريکا الوتک لېږدونکې بېړۍ ان لږه پارونه هم وکړي نو ايران يې د نويو وسلو په مټ ډوبولي شي.

خليج ټايمز ليکلي هند کې چې د لومړي وزير نرېندرا مودي د گوند ستر ټاکنيز بري لمانځنې په درز کې روانې دي، د اوتر پرادېش ايالت يوې مسلمانې کورنۍ پرخپل نوي زېږېدلي ماشوم نرېندرا مودي نوم ايښى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ماشوم پلار چې دوبى کې مېشت دى هند کې يې له خپلې کورنۍ غوښتنه وکړه چې پر زوى يې نرېندرا مودي نوم کېږدي.

د د دغه ماشوم نيکه محمد ادرېس رسنيو ته ويلي په هماغه ورځ چې يې لمسى وزېږېد نو لومړي وزير مودي هم پرېکنده برى خپل کړ.

د ماشوم پلار چې دوبى کې مېشت دى هند کې يې له خپلې کورنۍ غوښتنه وکړه چې پر زوى يې نرېندرا مودي نوم کېږدي.

د ماشوم مور مناج بېگم هم د ښاغلي مودي د حکومتوالۍ ستاينه کړې او هيله يې څرگنده کړې چې د هغه د حکومت د پروژو گټه ور ورسېږي. هغې هيله څرگنده کړې چې زوى يې لکه مودي ښه کارونه وکړي او بريالى کس وي.

عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي د نوې تکنالوژۍ له راتگ سره سره د سعودي تر ټولو ستر ختيځ ولايت الاحصا کې د روژې مياشتې دوديزو کړنو دوام موندلى.

ورځپاڼه وايي اوس هم هلته يو کس د پېشلمي پر مهال ډهول په غاړه په لارو او کوڅو کې گرځي او د ډهول په غږولو خلک له خوبه را وېښوي.

ورځپاڼه وايي دغه کس ابوطبيله نومېږي يانې د طبل يا نغارې پلار، او هر ښار ځان لپاره ابوطبيله لري. د روژې پاى کې خلک ورته پيسې، تحفې، خواږه ورکوي او د اختر مبارکي ورته وايي.

ورته مطالب