عراق کې د 'داعش فرانسوي غړي' په مرګ محکوم شول

داعش د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمېرو له مخې، د سوریې دیموکراتو ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ بهرني جنګیالي نیولي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

په عراق کې یوې محکمې درې فرانسويان له "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره د یوځای کېدو په تړاو په اعدام محکوم کړل.

دغه درې واړه فرانسویان چې کیفین ګونو، لیونارد لوپېز او سلیم ماتچو نومېږي، د استیناف لپاره ۳۰ ورځې وخت لري.

د کردي، عربي او امریکايي ځواکونو په ملاتړ د سوریې دیموکراتو ځواکونو ۲۲ فرانسویان په سوریه کې ونیول، چې وايي د داعش غړیتوب لري، درې تورن غړي یې په تېره فبرورۍ کې د محاکمې لپاره عراق ته واستول.

دا لومړی ځل دی چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره د تړاو لرلو په تور فرانسویان په اعدام محکومېږي.

تر اوسه فرانسې د عراقي محکمې پر دغې پرېکړې کوم غبرګون نه دی ښودلی. د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون په تېره فبرورۍ کې په عراق کې د فرانسوي وګړو د محاکمې په اړه ویلي وو چې "دا مسله پر عراق پورې اړه لري".

د بشري‌ حقونو ډلو په عراق کې له اسلامي دولت ډلې سره د تړاو په تور د جنګیالیو پر محاکمې ټینګه نیوکه کړې. فعالان وايي، محکمې تر ډېره پر ناکره ثبوتونو او په زور د اعتراف پر دوسیو تکیه کوي.

تورن فرانسویان څوک دي؟

لومړی تورن ۳۲ کلن ګونو د فرانسې د سوېل ختیځ دی. اټکل کېږي چې سوریې ته د ترکیې له لارې ننوتلی او په سوریه کې د القاعدې له څانګې نصرت جبهې سره یوځای شوی، خو وروسته ترې وتلی او له اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوی.

نوموړی په سوریه کې له خپلې مور،‌‌ ښځې او ناسکه ورور سره ونیول شو. فرانسوي محکمې په غیاب کې په نهو کلونو بند محکوم کړی دی.‌

دویم تورن ۴۱ کلن ماتچو نومېږي، چې له اسلامي دولت ډلې سره په یوځای کېدو تورن شوی، دی له هغو اروپايي جنګیالیو بلل شوی چې په عراق او سوریه کې جنګېدلی او پاریس او بروکسل کې د نورو بریدونو لپاره یې تابیا نیولې وه.‌

درېیم تورن ۳۲ کلن لوپیز د پاریس دی چې له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره عراق ته تللی، بیا وروسته سوریې ته تللی دی.

دوی ولې عراق ته واستول شول؟‌

اسلامي دولت نومې ډله د سوریې او عراق پر ډېره خاوره واکمنه وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسلامي دولت نومې ډله د سوریې او عراق پر ډېره خاوره واکمنه وه.‌

‌له څو کلونو جنګېدو وروسته،‌ د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې عراق د اسلامي دولت ډلې د ختمولو اعلان وکړ.‌

د شمېرو له مخې، د سوریې دیموکراتو ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ بهرني جنګیالي نیولي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د دوی ډېری بهرني نیول شوي جنګیالي عراقي محکمو ته وسپارل شول چې سلګونه یې محاکمه شول، خو تر اوسه یې هېڅ کوم یو نه دی اعدام شوی.

ورته مطالب