د امریکا جوماتونو مسلمان ساتونکي څوک دي؟

نور الرباح له ګزمه کوونکو رضاکارو سره
Image caption نور الرباح له ګزمه کوونکو رضاکارو سره

د نیو زیلنډ په کرایس چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو له برید څه موده وروسته د امریکا نیویارک کې د جوماتونو او مدرسو ساتنې لپاره یوې شخصي امنیتي ډلې ګزمه پیل کړې ده، خو د دغې غیر حکومتي ګزمې چارې ناندرۍ هم راپورته کړې دي.

د تېرې جمعې پر ورځ د نیویارک بروکلېن سیمې جوماتونو کې له اذانه لږ مخکې د مسلمانو ځوانانو یوې ډلې د نیویارک پولیسو موټرو ته ورته موټرو کې ګزمه پیل کړه.

دغه ګاډي به له خپلو فعالو سرو - سپینو بېړنیو څراغونو سره تر هغه د جوماتو دروازو سره ولاړ وي، چې لمونځ کونکي جومات ته ننوځي او بېرته ترې را ووځي.

ویل کېږي د رضاکارو ځوانانو او د دوی د ګاډو لګښتونه په خپلمنځي همکارۍ برابرېږي او د فساد مخنیوي رضاکارو نوم ورکړل شوی دی.

دوی هیله من دی چې د یوې ستونزې رامنځته کېدو پر مهال به د ګاډو بېړني څراغونه او د سایرن غږ د پېښې مخنیوي کې مرسته وکړي.

Image caption ګزمه کوونکي نه کوم قانوني واک لري او نه هم وسله ګرځوي

نور رباح چې دغې ډلې شریک موسس دی، وايي:

''موږ د نیویارک ښاري پولیسو غړي نه یو، بلکې موږ د سترګو او غوږونو کار کوو، چې اړوند چارواکو پورې معلومات ورسوو. ''

په نیو زیلنډ کې پر جوماتونو له برید وروسته د عبادت ځایونو امنیت ته اندېښنې ډېرې شوې دي. د امریکا اسلامي همکاريو تر ټولو لویې شورا د روژې په میاشت کې له ځايي مسلمانانو غوښتي چې د خوندیتوب لپاره نور اقدامات وکړي او محتاط واوسي.

امریکا کې پر درېیو کسانو پر جومات د برید تور پورې شوی

نیوزیلنډ کې پر جوماتونو برید ته غبرګونونه

د کاناډا یوه جومات کې 'ترهګریز' برید شپږ کسان وژلي

د مسلمانانو ټولنیزه ګزمه هم د همدې احتیاطي تدبیرونو یوه برخه بلل کېږي، خو د بروکلین سیمې لارو کوڅو کې د دوی شتون غبرګونونه هم درلودل چې پر خواله رسنیو هم را مخې ته شوي.

ځینو ښي اړخو تور پورې کړی چې دا د شرعي قوانینو پلي کولو هڅې دي، خو ښاغلی رباح وايي، دا بې ځایه ډار دی:

''اجازه راکړئ، موږ عملاً ثابته کړو چې زموږ د ژوند تګلاره څه راښيي. ''

دا ګزمه پولیسي نه ده، دوی وسله نه لري او دغه راز هيڅ قانوني واک هم نه لري. په داسې حال کې چې د ځايي مسلمانانو ډېری کسانو د دغه اقدام هرکلی کړی، ځینو بیا د دغې ګزمې د اړتیا او د ګزمه کوونکې ډلې د هدفونو په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي.

Image caption سومیه الرمیم وايي، امنیت ساتنه د پولیسو دنده ده

د امریکايي عربانو اتحادیې سومیه الرومیم وايي، د دغې ډلې په تړاو ډېرې اندېښنې ورسره شته:

''موږ له دوی غواړو چې له ټولنې بهر شي. د دوی له کبله رامنځته شوې کوچنۍ ستونزه به موږ ته خورا ناوړه پایلې ولري. ''

مېرمن الرومیم وايي، امریکايي مسلمانان د نورو خلکو په څېر مالیه ورکوي او د دوی خوندیتوب لپاره تدبیرونه کول د نیویارک پولیسو دنده ده.

د یو شمېر مشهورو جوماتونو په شاوخوا کې د امنیتي کسانو شمېر ډېر شوی دی. د نیویارک پولیسو اداره د مسلمانو افسرانو یوه ځانګړې ټولنه لري چې له ځايي مسلمانانو سره د مخامخ اړیکو وسیله بلل کېږي، خو دغې اتحادیې د اوسنۍ ګزمې ډلې په تړاو څه نه دي ویلي.

د ۱۱م سپتمبر له پېښې راوروسته د نیویارک پولیسو او ځايي مسلمانانو تر منځ د اړیکو مخینه له ناندریو ډکه ده.

د میشي ګن سیمې یوه مدافع وکیله او مدني فعاله نمیره اسلام بیا وايي، ځايي مسلمانان باید د امنیت لپاره پر پولیسو او فدرالي امنیتي ادارو د تکیې کولو پر ځای د خوندیتوب پر نورو لارو چارو غور وکړي:

''زه د جوماتونو په شاوخوا کې د وسله والو پولیسو په لیدو سره ځان خوندي نه بولم او نه هم په خپلو مراسمو کې د فدرالي امنیتي ادارو کسانو له شتون سره ځان خوندي احساسوم. ''

Image caption ځینې ځايي مسلمانانو د دغې ډلې په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي

داسې اندېښنې هم شته چې پر امنیتي ادارو شکمن مسلمانان به د پولیسو شمېر له ډېرېدو سره له جوماتونو لېرې شي. لا نه ده څرګنده چې ایا د مسلمانانو نوې ټولنېزه ګزمه به د امنیت خوندي ساتلو د نوي اقدام په توګه ومنل شي او که نه، خو د اوس لپاره دغه ډله نوي کسان پر دنده ګوماري او وايي، راتلونکي کال پورې به د کار ساحه ټول هېواد ته وغځوي.

ورته مطالب