د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پاکستاني رسنیو ولې نه ښودل کېږي؟

منظور پښتین د انځور حقوق EPA

د پاکستان په شخصي بحثونو او خواله رسنیو کې نن سبا توده موضوع په رسنیو کې د مسایلو خبري پوښښ څرنګوالی دی. دې بحثونو کې یوې هوکړې ته رسېدل هم معمولاً ځکه ګران دي، چې هر څوک د خپلې خبرې تایید لپاره لسګونه دلیلونه لري او وړاندې کوي یې.

ځینې ماهرین فکر کوي په پاکستاني ژورنالیزم کې د 'شخصي فکر ' ننوتلو پر خبرونو اغېز کړی او له همدې کبله ځینې خبرونه له اړتیا ډېر شاربل کېږي او ځینې بیا له یوه مخه له پامه غورځول کېږي.

د یکشنبې پر ورځ د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې دغه بحثونه نور هم تاوده کړي دي. که د دغې پېښې خبري پوښښ وکتل شي، په څرګنده لیدل کېږي چې ډېری ورځپاڼو او ټلویزیوني چنلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم دریځ ته هېڅ ځای نه دی ورکړی.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین دریځ د نوموړي پر خواله رسنۍ پاڼه شته او ملګرو یې له نړیوالو رسنیو سره هم مرکې کړې، خو په ځايي رسنیو کې د دوی د دریځ څرک و نه لګېد، بلکې ځینې ورځپاڼو خو په پېښه کې وژل شوي کسان د 'ترهګرو ' په نامه یاد کړل.

ځینو بیا له امریکا غږ سره د محسن دوړ د مرکې پر یوه- دوو خبرو راخیستلو بسنه وکړه. د سم او ناسم بحث ته له ننوتو پرته مو د پاکستان د ځینو مشهورو خبریالانو مخې ته دا پوښتنه کېښوده چې په ځايي رسنیو کې د مقابل لوري دریځ ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی او هغه کسان چې دغه دریځ نه اخلي، دلیل یې څه دی؟

''پاکستان د امریکا غږ رسنۍ وېبپاڼې ور تړلې''

پاکستان: رسنۍ د پنجاب اسمبلې د پرېکړې مخالفت کوي

"پاکستان کې رسنۍ بلوچستان او پښتونخوا ته پام نه کوي"

علي وزیر: پښتون ژغورنه غورځنګ مې روح دی

خبریال او کارپوه عامر ضیا فکر کوي چې پاکستان کې ژورنالیزم او سیاست دواړه وېشلي دي. هغه وايي:

دواړو ډګرونو کې یو ډول سخت دریځي لیدل کېږي. له بده مرغه په سیاست کې تر یوه بریده دا ډول رویه عملي کېږي، خو کله چې د حساسو مسایلو خبره راځي، د هېواد امنیت موضوع مطرح کېږي یا د ترهګرۍ او امنیت پر موضوعاتو خبره کېږي، بیا ستونزه ډېره شي.

د انځور حقوق EXPRESS TRIBUNE

نوموړی د پي ټي ایم دریځ له نه وړاندې کولو دفاع کوي او وايي، پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د جګړې حالت کې دی، ځینو مسایلو کې 'داسې څرګندونې چې وېش ډېروي، ادارې کمزوري کوي، نو داسې مسایل له بیا کتنې او سمون سره مخامخېږي. '

نوموړی وايي:

''د پي ټي ایم پر غوښتنو دودیزو او خواله رسنیو کې بحثونه کېږي، خو که څوک فکر کوي چې یو کوچنی تحریک د پاکستان پر دولت او ادارو لفظي بریدونه کوي، یا د دوی سپکې سپورې پر رسنیو خپرې شي، نو دا شونې نه ده. نه یوازې پاکستان کې د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې داسې نه شي کېدای. ''

عامر ضیا وايي:

''ژبنیزو او فرقه ییزو ډلو ته چېرې هم ځای نه ورکول کېږي. دا سمه ده چې حکومتي ادارې هم تر ډېره د دغسې څرګندونو چې تقسیم رامنځته کوي، نه خپرېدو هڅه کوي. هند چې د نړۍ تر ټولو لویه ولسواکي ده، هلته هم د ګډوډۍ رامنځته کوونکي نه ښوول کېږي. ''

له عامر ضیا پوښتنه وشوه چې رسنۍ څنګه داسې پرېکړه کوي چې کومه ډله خلک وېشي؟

نوموړی وايي:

''پي ټي ایم کله د خپلو فعالیتونو له کبله او کله هم د خبرو له کبله سرغړاوی کوي، داسې نه ده چې د دوی پر غوښتنو کار نه کېږي، کار پرې کېږي، خو که دوی د پاکستان د بنسټونو په اړه پوښتننې راپورته کوي، پوځ ته کنځل کوي او هغه هم داسې مهال چې په تدریجي ډول حالات ښه کېږي، زه فکر کوم دولت کې به هر څوک داسې دریځ نیسي او د رسنیو مرکزونو مسوولین به هم پام کوي. ''

تجربه کار خبریال ایم ضیاالدین چې پاکستانیو ورځپاڼو سره یې د مسوول مدیر په توګه کار کړی، له پورتني دریځ سره همغږی نه دی. نوموړی په دې باور دی چې له پي ټي ایم سره د شوې پېښې په تړاو خبر باید له ټول تفصیل او دواړو لوریو له نظر سره خپور شوی وای. نوموړی وايي:

د انځور حقوق ZEESHAN HAIDER

''هغسې چې ډان د پي ټي ایم خبر د محسن دوړ له نظر سره یو ځای خپور کړ، باید هر خبر همداسې خپور شي او د دواړو لوریو نظرونه پکې شامل شي. ''

نوموړي زیاتوي:

''پاکستانۍ رسنۍ نه یوازې وېشلې دي، بلکې له دې زیات ځان سانسوروي او د ځان سانسورولو دغه موضوع دا مهال تر ټولو لویه ستونزه ده. پاکستان کې اوس هم خبریال فکر کوي که د یوې ادارې نظر وړاندې کړي، هېواد ته وفادار به وبلل شي او دا ډېر ستونزمن حال دی. ''

ایم ضاالدین وايي:

''پاکستان کې د رسنیو څښتنان هېڅکله حکومتي فشار نه زغمي. دا مبارزه یوازې د رسنیو کارکوونکي کولای شي، خو نن سبا حالت داسې دی چې رسنیز کارکوونکي هم په بېلا بېلو لارو روان دي. ''

نوموړی وايي:

''داسې ښکاري چې پر رسنیو د حکومت پر ځای د پوځ له لوري فشار ډېر دی. موږ باید دا وګورو چې فشار هم دی او د چا له لوري دی، د پاکستان تحریک انصاف حکومت کې دومره توان نشته. البته له ۲۰۱۷ راهیسې پوځیان پوه شوي، چې دوی باید رسنۍ کابو کړي. دوی مخامخ د رسنیو څښتنانو ته وايي چې کومه مرکه یا خبر څنګه باید خپور شي او زه ګومان کوم دوی یې زور هم لري. ''

د انځور حقوق DAILY UMMAT

نوموړی زیاتوي:

''موږ داسې برالا هم نه شو ویلای چې پوځ دا هر څه کوي، ځکه خبریالان خپله هم ځان سانسوروي، دوی ډاریږي چې هسې نه د خپل کار له کبله فشار پرې راشي. ''

نوموړی په دې باور دی چې پاکستان کې خبریالي مخ پر ځوړ ده. د ضیاالدین په وینا د دې یو لامل د خبریالانو کمزوري تنظیمونه هم دي چې په خبره یې له دننه وران ویجاړ پراته دي او 'که یو خبریال غواړي کره رپوټ وړاندې کړي، هېڅوک یې ملګرتیا نه کوي. '

نوموړی په دې باور دی چې د پاکستان نوې رسنۍ او ځوان خبریالان تر اوسه نه پوهېږي چې د رسنیو اصلي هدف څه دی:

''دوی اصلاً نه پوهېږي چې رسنۍ څه دي او ولې دي، دوی بس همدومره ګومان کوي چې رسنۍ شته او پیسې ګټلای شي. ''

د ایم ضیاالدین په وینا 'د رسنیو څښتنان بیا داسې فکر کوي چې د کاروبار لپاره باید له حکومت او دولتي ادارو سره په شریکه پر مخ لاړ شي. '

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ ویاند له دې مخکې څو ځله په خپلو خبري غونډو کې پر رسنیو څښتنانو یا خبریالانو د کوم رپوټ یا مرکې خپرولو یا نه خپرولو لپاره فشار راوستل رد کړي دي.

لیکواله او خبریاله نسیم زهره له ضیاالدین سره همغږې ده چې که پي ټي ایم پېښه تایید کړې یا یې رد کړې، باید دریځ یې د خبر برخه شي. له بي بي سي سره خبرو کې نوموړې وايي، د هغې پېښې په تړاو د پوځ رسنیو مرکز د معلوماتو یوازینۍ سرچینه وه، خو نوموړې فکر کوي ''د پي ټي ایم موضوع دومره اسانه نه ده، ځکه دا سیاسي هم ده او د کورني امنیت مساله هم ده. ''

نوموړي زیاتوي:

''دا داسې موضوع ده چې سیاسي اړخ هم لري او د کورني امنیت په دایره کې هم راوستل شوې ده او د کورني امنیت په تړاو په ټوله نړۍ کې محدود معلومات موندل کېږي، خو د دغې موضوع پر سیاسي اړخ هر ځای خبرې کېږي. د بېلګې په توګه په دې اړه د پارلماني کمېټۍ خبره کېږي، ځکه چې هغه د پارلمان غړی دی، یا کله چې مسلم لیک (ن) دغه وړاندېز وکړ، ټولو رسنیو یې رپوټ خپور کړ. هیچا دې رپوټ سره پرېکون و نه کړ. موږ له رحیم الله یوسفزي سره خبرې وکړې، هغه وویل سیمه کې ټیلیفون ته لاسرسی نه شته ځکه د معلوماتو یوازینی سرچینه پوځ خپله و. ''

د انځور حقوق DAILY KHABRAIN

خو نوموړې مني چې د خبري پوښښ په تړاو 'دوستانه مشورې ' هم راځي:

'دا به سمه نه وي چې ووایو د پوښښ په اړه دوستانه مشورې نه راځي او د پي ټي ایم برخه کې له ډېرې مودې راهیسې داسې کېږي، چې دې ته ګورئ او بیا مخکې ځئ یا ډېرې خبرې پرې مه کوئ او داسې نورې خبرې. ''

نسیم زهره وايي، حالت خورا پېچلی دی:

''دا تور یا سپین حالت نه دی، بلکې ډېر خړ پړ حالت دی. دې کې د سیاسي حقونو او کورني امنیت موضوعات راځي او هر ګام باید په احتیاط سره واخیستل شي. موږ خپل وجدان، قانون او د خلکو حقونو په تړاو ځواب ورکونکي یو. داسې نه ده چې سانسور یا پر ځان سانسور نشته، خو حالت ډېر پېچلی دی، له ډېر غور وروسته باید پرېکړه وشي، ځکه رښتیا لا هم څرګند نه دي. ''