۱۶ کسان د پېغلې سوځولو قضیه کې رسماً تورن شوي دي

نصرت جهان رفیع د انځور حقوق FAMILY HANDOUT
Image caption پولیس وايي د دغې نجلۍ وژنې لپاره د یوه (پوځي پلان) په څېر چمتوالی شوی دی

بنګله دېش کې ۱۶ کسان د هغې پېغلې پر وژنه رسماً تورن شوي دي چې د جنسي ځورونې خلاف یې غږ پورته کړی و او وروسته ژوندۍ سوځول شوې وه.

۱۹ کلنې نصرت جهان رفیع د مدرسې مشر خلاف د جنسي ځورونې رسمي شکایت کړی و او د اپریل پر شپږمه د همدې مدرسې پر بام پرې تېل شیندل شوي وو او اور ورته کړل شوی و.

اوس په تورنو کسانو کې د مدرسې سر ښوونکی سراج الدوله هم شامل دی. پولیس وايي، له هغه وروسته چې نصرت جهان د ده پر ضد د شکایت له بېرته اخیستو انکار وکړ، نوموړي له زندانه د هغې وژلو امر کړی و.

د چهارشنبې پر ورځ ځايي محکمې له پلازمېنې ډاکې نژدې ۱۶۰ کیلومتره لېرې د اغلې رفیع پلرني ښار فاني کې ۱۶ کسان دغه قضیه کې رسماً تورن کړل.

د جنسي ځورونې شکایت؛ بنګله دېشۍ پېغله اور کې سوځول شوې

بنګله دېش: که داعشۍ ناوې دلته راغله، اعدام به شي

د سلګونه زره انسانانو دښمنه کوچنۍ ګلابي ګولۍ

تورنو کسانو کې د واکمن عوامي لیګ ګوند دوه مهم کسان چې مدرسه کې یې رول درلود او د مدرسې ځينې طالبان شامل دي.

څارنوالان د ټولو تورنو کسانو لپاره د اعدام سزا غوښتنه کوي او پولیس وايي، د مدرسې مشر په محکمه کې منلې چې د اغلې رفیع وژنې امر یې کړی و. دوی وايي ۱۲ کسانو دغه قضیه کې د خپل جرم اعتراف کړی دی او دوو ځايي سیاستوالو په قضیه کې ښکېلتیا رده کړې ده.

پولیس وايي د دغې نجلۍ وژنې لپاره د یوه (پوځي پلان) په څېر چمتوالی نیول شوی و. د نصرت جهان رفیع له وژنې وروسته بنګله دېش کې پراخ احتجاجونه وشول او د جنسي ځورونې پېښو خلاف د غږ پورته کوونکو سره د تاوتریخوالي په تړاو اندېښنې څرګندې شوې.

اغلې رفیع د مارچ میاشتې وروستیو کې د مدرسې مشر مدرس خلاف پولیسو ته شکایت کړی و او پولیسو هغه نیولی و. نوموړې د اپریل پر شپږمه د کلنیو ازموینو لپاره بېرته مدرسې ته تللې وه، خو ویل کېږي هلته په یوه پلمه د ودانۍ بام ته بېول شوې او هغو کسانو اور ورته کړی چې برقعې یې اغوستې وې.

پولیس وايي، د نصر وژونکو هڅه کوله داسې وښیي چې ګواکې هغې ځان وژنه کړې، خو د اپریل پر لسمه له وژل کېدو مخکې اغلې رفیع چې ۸۰ سلنه بدن یې سوځېدلی و، پولیسو ته د پېښې په تړاو معلومات ورکړل.

لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له دې پېښې وروسته ویلي وو، ټول هغه کسان به محاکمه شي چې دغه قضیه کې لاس لري. نوموړې ویلي وو ''هېڅ یو مجرم به د قانون له منګولو خلاص پاتې نشي.''

د پولیسو څېړونکې ادارې (ایف بي ای) مشر منوج کومار مجمدار وايي، پر اغلې رفیع برید کوونکو له زنداني مدرس سره لیدلي وو او هغه ورته امر کړی و، چې که نجلۍ شکایت بېرته نه اخلي، باید ووژل شي.

پولیس چارواکي وايي، په قضیه کې ښکېلو کسانو د پېښې پر ورځ د مدرسې ودانۍ شاوخوا څارله او ځینو نورو بیا دروازو کې یوازې د مدرسې طالبانو ته د ننوتلو اجازه ورکوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پېغلې نصرت جهان رفیع له وژل کېدو وروسته بنګله دېش کې پراخې مظاهرې وشوې

اغلې رفیع له وژل کېدو مخکې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې یوې ملګرې زده کونکې په پلمه بام ته بوتله چې ګواکې هلته یې یوه ملګرې وهل ټکول شوې ده.

خو کله چې نصرت بام ته وختله نو هلته منتظرو کسانو لومړی ترې وغوښتل چې شکایت بېرته واخلي او له انکار وروسته یې پرې تېل توی کړل او اور یې ورته وکړ.

په یوه ویډیويي پیغام کې چې نوموړې روغتون ته پر لاره د ورور په موبایل ټیلیفون کې ثبت کړی د هغې غږ اوریدل کېږي چې وايي:

''ښوونکي لاس را اچولی او زه به یې د دغه جرم خلاف تر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه وکړم''