د ښځو میاشتنی عادت؛ که عربو ښځو ته د 'شرم' نښه

د فلسطین خان یونس نجونې 'دبکه' نڅا کوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فلسطین خان یونس نجونې 'دبکه' نڅا کوي

ښايي تر ننه ځینې کسان دا ونه مني چې د یمن په ځینو سیمو کې ښځې د حیض پرمهال د کروندو له کارونو منع کېږي، څارویو مړولو ته نه پرېښودل کېږي چې 'څاروي ناروغ نه شي'، ماشومان پرې نه روزل کېږي چې 'ناروغ نه شي'.‌

ګڼو فعالانو پر خواله رسنیو لیکلي چې ملګرو ملتونو د مې ۲۸مه د میاشتني عادت (حیض) لپاره د پاکۍ ورځې په نامه کړې چې ګڼو فعالانو دا یو 'بې معنا' کار بللی دی.

خو یمنۍ ډاکټره شفاء احمد چې د 'پاملرنې نړیوالې' مؤسسې د چاپېریالي سمون پروګرام څارونکې ده، په دې نظر ده چې په ځینو سیمو کې ټولنیز عادتونه او د میاشتنۍ دورې اړوندو تولیداتو نشتوالی او د اوبو سرچینو ته د رسېدو سختۍ هغه عوامل دي چې د نجونو او زړو ښځو پر 'پت' نېغ په نېغه اغېز کوي.

"د شرم نښه"

په عربي ټولنو کې د میاشتني عادت اړوند ستونزې تر ډېره د ښځو اړوند شخصي پاکوالي پر لوړمیو غوښتنو پورې تړلې دي. په عربي ټولنه کې ځینې ناسم مفاهیم هم شته چې د یوه غلط کلتور بڼه یې غوره کړې ده او حیض یو ډول "شرم" ګڼل کېږي.

ان نن هم ښځو او یا حیض لرونکو ښځو ته په ډېرو ټولنو کې په منفي سترګه کتل کېږي.

د منځني ختیځ او د افریقا شمال لپاره د یونیسف د رسنیو مشره جولییت توما وايي، په سیمه کې دغه منفي نظریه (میاشتنی عادت) د شرم نښه ګڼل کېږي، چې یونیسف یې د ګڼو پروګرامونو له لارې د بدلولو هڅه کوي.

ښکاري چې د دې ستونزې جرړې هغو لومړنیو پړاوونو ته ورګرځي چې تعلیمي مواد پکې کم وو،‌ په ډېری عربي هېوادونو کې تعلیمي نصاب د ښځو میاشتنۍ دورې په اړه سرسري چلند کړی، همدا ده چې په علني توګه په ډېری ټولنو کې ددې ستونزې په اړه خبرې کول "شرم" بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یمن اب ولایت کې د ښوونځي زدکوونکې

ډاکټره شفاء احمد وايي، ښه یې په یاد دي چې یوځل د یمن یوې کلیوالې سیمې ته ورغله، کله یې چې هلته د اوبو د کمښت د ستونزې په اړه له میندو وپوښتل، د ډېری ځوابونه د نس ناستي او د ماشومانو د ناروغیو په اړه وو.‌

دا وايي: "موږ یوه محافظه کاره ټولنه یو،‌ چې ان د ښځو ترمنځ هم د میاشتني عادت په اړه بحث ګران دی.‌ نو ما هم په مستقیم ډول له ښځو ددغې ستونزې په اړه وپوښتل، درک دا و چې هره ښځه په شخصي توګه د حیض له اړوندو ستونزو کړېږي".

دا وايي دا ستونزه نه یوازې په کلیوالو سیمو کې ده، بلکې په ښارونو کې هم دا ستونزه پر یوه ناسم کلتور اوښتې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نجونې باسکټبال لوبه کوي

کارول عوض فلسطین کې د یونیسف د اوبو او روغتیايي چارو مس‍ووله ده. دا وايي یوځل یې د ښوونځيو له هغو نجونو سره خبرې کولې چې له هلکانو سره ګډ‌ تعلیم کوي، دوی ورته وویل که څه هم تشنابونه شته، خو دوی سمه ګټه ترې نه شي اخیستی، نجونې پرله پسې توګه تشنابونو ته له تللو شرمېږي ځکه "وېرېږي چې یوڅوک یې په میاشتني عادت خبر نه شي".

په ګڼو سیمو کې د میاشتني عادت پرمهال د لامده صحي لاسپاک پېرلو توان نه لرل د نجونو لپاره یوه بله لویه ستونزه ده،‌ ان بریتانیا کې هم په هرو لسو نجونو کې یوه یې د صحي ټوکر رانیولو توان نه لري، همدا ده چې ځینې یې د پخلنځي لاسپاک او یا ان جورابو کارولو ته اړ کېږي.

د ملګرو ملتونو ډېری ادارې، نړیوالې او کورنۍ نا حکومتي ادارې اړمنو کورنیو ته د لامدو صحي لاسپاکونو برابرولو چارې مخته وړي.

ورته مطالب