ورځپاڼې: امریکا به خپلو موخو ته تر رسېدو پورې په افغانستان کې وي

جوزیف ډنفورډ د انځور حقوق Getty Images
Image caption جوزیف ډنفورډ واييو سره له دې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي، خو دغه ډله غاړي چې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د ا مریکا د لویو درستیزانو د کمېټې د مشر جنرال جوزیف ډنفورډ هغه خبره راخیستې چې ویلې یې دي امریکا به تر هغه په افغانستان کې پوځي حضور ولري چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي.

نوموړي یوه وینا کې ویلي سره له دې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او دغه ډله غواړي چې بهرني سرتېري دې له افغانستان ووځي، خو د ترهګرو ډلو پرضد پوځي عملیات دوام ولري.

ورځپاڼه لیکي، دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې او امریکا دواړو هڅې ګړندۍ کړې چې طالبان د سیاسي روغې جوړې لپاره خبرو ته وهڅوي.

د واشنګټن ټایمز په وینا، په افغانستان کې د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې فعالیت د امریکا او د متحدینو لپاره یې یو بل سرخوږی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس "ټرېبیون" لیکي، ښکاري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلي اړیکو د سولې پرمسالې سیوری غوړولی او اسلام آباد ته د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د همدې ترینګلتیا له منځه وړلو او پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر لپاره د تیاریو په لړ کې بلل شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا ته کتلي او په یوه مطلب لیکي د ایران د بهرنۍ کړنلارې له امله دغه هېواد ته کوم ګوزار ورکول ښايي جګړې ته ورغلې لاره لنډه کړي.

منځني ختیځ کې د ایران لاسوهنې

ورځپاڼه زیاتوي پخواني چارواکي او شنونکي په دې نظر دي چې د اتومي پروګرام پر سر له لانجې وړاندې شونې ده د ایران د بهرنۍ کړنلارې او پوځي فعالیت په وړاندې درېدل وسله والې شخړې ته لاره هواره کړي.

د دې مطلب د چمتو کوونکي په نظر د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا د ایران د پوځي فعالیت له امله پراخه شوې او داسې نښې نشته چې له مخې یې وویل شي ایران په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ له پراخولو لاس واخلي.

ورځپاڼه د همدې موضوع په تړاو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې دي په وروستیو کې پر تېل وړونکو کښتیو برید د سمندري بمونو په چولو شوی او دده په وینا دا تقریباً کره خبره ده چې د دې پېښې تر شا د ایران لاس و.

برتانوۍ ورځپاڼه ډیلي مېل رپوټ ورکړی چې هغې امریکایي میرمنې چې له کاناډايي مېړه سره یې پنځه کاله د طالبانو په بند کې تېر کړې ویلي مېړه یې د طالبانو سره خواخوږي لرله او په دې موده کې هغه پر دې جنسي تېری کړی او په زوره اړ کړل شوې چې درې ماشومان وزیږوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کېټلن کولمن له بند وروسته په اسلامي جامه کې.

دا مېرمن کېټلن کولمن نومیږي چې په ۲۰۱۷ کال کې د طالبانو له زندانه ازاده شوه . دوی دواړه افغانستان ته د سیلانیانو په توګه تللي و . پر خاوند یې د جنسي زورولو تورونه لګول شوي او ډیلې میل لیکلي دغه راز افغانستان ته دده د تګ په اړه هم ځینې پوښتنې شته.

بلې برتانوۍ ورځپاڼې مټرو رپوټ ورکړی چې د برتانیا د بهرنیو چارو مخکنی وزیر بوریس جانسون د دې لپاره محکمې ته غوښتل شوی چې د هغو درواغو په اړه سپیناي وکړي چې د له اروپايي ټولنې د برتانیا د جلا کېدو د کمپاین پرمهال یې ویلي و. ده ویلي و برتانیا هره اونۍ اروپايي ټولنې ته درې سوه او پنځوس ملیونه پونډه ورکوي.

جانسن د لومړۍ وزیرې تریزا مې د استعفا له اعلان وروسته اوس د دودپال ګوند د مشرۍ لپاره د مخکښو نوماندانو په ډله کې راځي. پر ده دا تور هم دی چې د دولتي دندې ترسره کولو پرمهال یې ناسم چلند کړی. خو د پارلمان ځینو غړو دا تورونه په سیاسي ډګر د هغه د ځپلو لپاره یوه هڅه بللې ده.

ورته مطالب