جنرال باجوا په جاسوسۍ تورنو افسرانو ته د مرګ سزا ومنله

باجوه د انځور حقوق SEBASTIAN WIDMANN

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوېد باجوه د پوځ یوه تقاعد شوي جنرال او یو ملکي افسر ته د اعدام سزا تائيد کړې ده، او د یو بل پوځي افسر د ۱۴ کالو بند سزا یې هم منلې.

پر دغو افسرانو د جاسوسۍ تورونه ثابت شوي دي. د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر 'ای ایس پي ار ' په یوه اعلامیه کې د دې افسرانو نومونه متقاعد ډګر جنرال جاوید اقبال او پخوانی برید جنرال راجه رضوان یاد کړي.

په اعدام محکوم شوی ملکي افسر وسیم اکرم نومېږي.

د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، دې کسانو بهرنیو استخباراتي ادارو ته حساس معلومات ورکول. پر دوی جاسوسي ثابته شوې او له دې وروسته په سزا محکوم شوي دي.

له دې کسانو ډګر جنرال جاوید اقبال په ۱۴ کلن بند محکوم شوی او راجه رضوان او ډاکټر وسیم اکرم چې د پاکستان یوه څارګره اداره کې یې د انجنیر دنده درلوده، په اعدام محکوم شوي دي.

جاوېد اقبال مخکې د پوځي عملیاتو همغږۍ مسوولیت درلود چې په هېواد کې د پوځي عملیاتو پلانول د همدې ادارې مسوولیت دی او دغه راز په پوځي ادارو کې د ډسپلن پر ځای ساتلو یا د ګډوډۍ رامنځته کوونکو پوځیانو محاکمه هم د همدې ادارې دنده بلل کېږي.

راجه رضوان د لوا مشرۍ تر څنګ په جرمني کې د پاکستان دفاعي اتاشه په حیث هم دنده تر سره کړې ده. د پاکستان پوځي قانون له مخې د جاسوسۍ سزا یا اعدام او یا عمري زندان دی، چې پرېکړه یې کورټ مارشل یا پوځي محکمه کوي، خو سزا د جرم څرنګوالي پورې تړاو لري.

معمولاً د جاسوسۍ په تور د محاکمه شویو افسرانو په اړه معلومات له رسنیو پټ ساتل کېږي، خو په دا وروستیو کې د دغسې پېښو د معلوماتو خپرېدو په تړاو د پاکستان متقاعد ډګر جنرال امجد شعیب بي بي سي ته وویل:

''د داسې خبرونو نه خپرولو لامل هغه بهرني دښمنان دي چې پرلپسې زموږ پوځ څاري. دښمنان د دغسې قضیو څرنګوالي ته په کتو سره د پوځ معیار کچه معلوموي او په دغسې قضیو کې د ککړو کسانو په هکله معلومات له دوی سره د پوځ 'کمزوریو ' معلومولو کې مرسته کوي. دوی بیا په هماغه ساحه کې کار پیلوي. ''

خو پوځ په خپله اداره کې دننه د سزا ورکولو پېښو بشپړ معلومات شریکوي. که کوم پوځي ته سزا ورکول کېږي نو اړوند معلومات یې د پوځ ټولو برخو ته استول کېږي چې کله نا کله یوازې د افسرانو په غونډه کې ویل کېږي او کله بیا سرتېري هم د دغسې معلوماتو اورولو لپاره یو ځای کېږي.

اړونده مطالب