د اسلامي همکارۍ سرمشریزه کې د محمد اشرف غني او عمران خان لیدنه

غني عمران خان د انځور حقوق ARG

سعودي له عربي هېوادو غوښتي چې د ایران په وړاندې ټینګ دریځ غوره کړي. د دغه هېواد پاچا سلمان په مکه کې د اسلامي همکاریو ټولنې بېړه نۍ غونډې ته د وینا پر مهال پخپلو ټکو د سیمې د هېوادو چارو کې د ایران لاسوهنه وغندله، خو ویې ویل چې هېواد یې مخامختیا نه غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات دغه تورونه رد کړي او سعودي یې ددغه هېواد خلاف اقداماتو کې له امریکا او اسراییلو سره په ملګرتابه تورن کړی دی.

د مکې سرمشریزه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د اسلامي او عربي هېوادو له نورو مشرانو سره ګډون لري.

د دغې غونډې په څنډو کې افغان او پاکستاني مشرانو لنډه کتنه هم درلوده. سرچینې وايي، محمد اشرف غني او عمران خان پر خپلمنځي مسایلو خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي له عربي هېوادو غوښتي چې د ایران په وړاندې ټینګ دریځ غوره کړي.

د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي غني او ښاغلي خان د خپلمنځي اړیکو، سولې، سوداګرۍ او له ترهګرۍ سره مبارزې پر موضوعاتو خبرې کړې او دواړو لوریو منلي چې پاکستان ته د ولسمشر غني نژدې سفر کې به پر دې موضوعاتو تفصیلي بحث وشي.

خبرپاڼه زیاتوي ښاغلې غني په دغه لیدنه کې هند ته د پاکستان له فضايي حدودو د الوتنو ممنوعیت موضوع هم یاده کړه چې ښاغلي خان یې د حلولو لپاره د توجه ژمنه کړې.

د داعش زندانونو کې پر بندیانو څه تېر شول؟

سعودي قطر ته د مکې بېړنیو سرمشریزو کې د ګډون بلنه ورکړې

له دې مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي و، ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې مراسمو له ادا کولو وروسته په مکه المکرمه کې د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۴ مه غونډه کې ګډون کوي.

اعلامیه زیاتوي ولسمشر غني به دغه راز د سعودي پاچا ملک سلمان په روژه ماتې میلمستیا کې هم ګډون وکړي. ښاغلی غني هیله من دی د افغان سولې بهیر ته به د دغه سازمان او عرب مشرتابه همکاري جلب کړي.

پروسږ کال هم د سعودي عربستان په مکه المکرمه کې لسګونو دیني عالمانو په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت بلنه ومني.

د انځور حقوق TWITTER, ARG

افغان ولسمشر داسې حال کې سعودي عرب ته تللی چې مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو استازو دویمه غونډه روانه وه.

طالبانو په هغه غونډه کې د افغان حکومت له استازو سره له خبرو ډډه وکړه.

له دې مخکې د عربي هېوادونو سرمشریزې غونډې بېګا تر ناوخته دوام درلود او د پای په وینا کې یې غوښتنې او غندنې تر ډېره ایران او د عربي هېوادونو په خبره د ایران لخوا راپېښو ګواښونو پورې تړلې وې.

سعودي پاچا سلمان ایران نړیوال امنیت ته ګواښ بللی او د عربي خلیج پر دولتو یې غږ کړی، چې د هغه په وینا، د تهران د جرمي کړنو مخه ونیسي.

د سیمه ییزو هېوادو د دې ټولنې بېړنۍ سرمشریزې ته وینا کې پاچا سلمان له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د نورو هېوادو په چارو کې د ایران د لاسوهنې مخه ډپ کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي نن د اسلامي همکاریو د ټولنې د سرمشریزې کوربه هم دی

هغه وویل، چې د متحده عربي اماراتو سمندرغاړو ته څېرمه تېلي بېړیو باندې د روانې میاشتې له بریدونو وروسته، نړیوالې سمندري سوداګرۍ ته د ایران ګواښ ډېر شوی.

ګډ بیان د عربي تولنې مشر احمد ابوالغیث ولوست، په دې بیان کې ټینګار شوی چې عربي ټولنه په سیمه کې امنیت او ټیکاو غواړي او ددې لپاره ددوی په ټکو پکار ده چې د سیمې هېوادونو یو دبل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، زور ونه کاروي او نه هم د خپل زور ښودلو هڅه وکړي.

خو د سرمشریزې وروستی بیان وايي، ایران له دې اصولو سرغړونه کوي او په سیمه کې ثبات په خطرناکه او مخامخ ډول ګواښي.

په ګډ بیان کې ټینګار شوی چې د عربي هېوادونو او ایران ترمنځ اړیکې باید د ښه ګاونډیتوب او یو دبل په چارو کې د نه لاسوهلو په بنسټ وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عربي هېوادونو سرمشریزې غونډې بېګا تر ناوخته دوام درلود او د پای په وینا کې یې غوښتنې او غندنې تر ډېره ایران او د عربي هېوادونو په خبره د ایران لخوا راپېښو ګواښونو پورې تړلې وې.

بیان کې ویل شوي، اړتیا ده چې ټول عربي هېوادونه د ایران د لاسوهنو په وړاندې یو موټی شي.

سرمشریزې د یمن له خاورې پر سعودي د ایران جوړ راکټي بریدونو چې حوثي ډله یې کوي غندنه کړې او دا یې د عربي نړۍ ملي امنیت ته ګواښ بللی.

بیان کې ویل شوي عربي هېوادونه ددې تېریو پروړاندې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپل ځان څخه ددفاع په لار کې د سعودي د کړنو ملاتړ کوي.

ورته مطالب