د مستونګ ملا امام او د قران د لرغونو نسخو ادعاوې

منتظم مولوي عبدالمومن وايي، په کتابتون کې یې د جنات په لاس لیکل شوی قران کریم هم خوندي دی.
Image caption منتظم مولوي عبدالمومن وايي، په کتابتون کې یې د جنات په لاس لیکل شوی قران کریم هم خوندي دی.

د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمې یو اوسېدونکی مولوي عبدالمومن وايي، د خپلې مدرسې په کتابتون کې د قران کریم ګڼ شمېر لرغونې نسخې لري. دی ادعا کوي چې د قران کریم یوه زر کلنه نسخه هم لري، او یوه بله نسخه بیا د ده په ادعا د جنیاتو یا پیریانو لخوا لیکل شوې.

د دې امام یوه بله ادعا دا هم ده چې د مغل پاچا اورنګزېب د قران نسخه هم له ده سره شته. نوموړي وایي یوه بله نسخه یې د یو کس لخوا لیکل شوې چې د دې کار لپاره یې دولس کاله په دوامداره توګه روژه نیولې ده.

تر دې دمه کومې مسلکي سرچینې یا کارپوه د مولوي عبدالمومن د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي چې څومره پر ځای دي.

Image caption عبدالمومن وايي، له ۸۵ هېوادونو راوړل شوي قران کریم نسخې یې ساتلې دي

دغه کتابتون د مستونګ سیمې غلام پړینز کلي د نجونو یوې مدرسې کې جوړ شوی دی. نوموړی وايي، پلار یې مولانا عبدالسلام له قران کریم سره ډېره مینه درلوده. عبدالمومن وايي، په کتابتون کې یې له ۸۵ هېوادونو راوړل شوي د قران کریم ټوکونه ساتل شوي دي.

نوموړی وايي، په کتابتون کې یې له سوریې، افریقا، ترکیې، چین، امریکا، لبنان او جاپانه راوړل شوي قران کریم ټوکونه ساتل شوي دي. نوموړی وايي، په لاس د لیکل شویو، تر ټولو کوچني او لویو ټوکونو تر څنګ د مغول پاچا اورنګزیب عالمګیر له درباره تر لاسه شوې نسخه هم ساتل شوې ده.

عبدالمومن وايي، یو مصحف یې د الفي دی چې په وینا یې لیکلو یې ۱۲ کاله وخت اخیستی او لیکونکي یې ۱۲ کاله پرلپسې روزه نیولې وه. د نوموړي په خبره د دغه مصحف هر کرښه له الف پیل شوې او له هر سورة مخکې بسم الله له ځانګړیو ډیزاینونو سره لیکل شوې ده.

نوموړي یوه داسې نسخه هم راښکاره کړه چې په وینا یې زر کاله پخوانۍ ده. هغه خونه چې دغه کتابتون پکې موجود دی، ۲۰۱۷ کال کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر عمومي منشي مولانا عبدالغفور حیدري شوي برید کې زیانمنه شوې او د عبدالمتین په خبره تر اوسه یې د ترمیم لپاره ورسره مرسته نه ده شوې.

نوموړی وايي ګڼ شمېر کسان د قران کریم دغه کتابتون لیدو ته ورځي، خو له موسمي اغېزه د دغه کتابتون ژغورلو لپاره وسایل او امکانات نه لري.

ورته مطالب