د امریکا په مشرۍ داعش ضد ټلوالې' ۱۳۰۰ ملکي کسان وژلي دي'

ټلواله وايي، د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره ټول امکانات کاروي د انځور حقوق AFP
Image caption ټلواله وايي، د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره ټول امکانات کاروي

د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' خلاف د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ ټلواله وايي، بې ارادې یې له ۲۰۱۴ کال راهیسې سوریې او عراق کې ۱۳۰۰ ملکي کسان وژلي دي.

د ټلوالې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، پنځه کاله مخکې د داعش ډلې پر ضد د هوايي بریدونو له پیله تر اوسه ۳۴ زره پنځه سوه دوه ځله هوايي بمباري شوې ده. بل لور ته د دسیمې حالت یوه څارونکې ډله چې مرکز یې برتانیا کې دی، د ملکي تلفاتو شمېر له دې ډېر زیات بولي.

دوی وايي، اټکل کېږي چې ۱۳۰۰۰ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د امریکا په مشرۍ ټلوالې د داعش ډلې له لوري د پراخو سیمو له نیولو وروسته هوايي بریدونه پیل کړي وو.

دغې ډلې تر خپلې ولکې لاندې پر میلیونونو خلکو سخت بندیزونه لګولي وو او د نړۍ په لر او بر کې د دوی خپلو کسانو یا له دوی نه الهام اخیستونکو خونړي بریدونه وکړل.

د داعش ضد ټلوالې اوسنۍ شمېرې له مخکینیو هغه هم یو څه زیاتې دي چې دغې ټلوالې اته میاشتې مخکې د دوی په هوايي بریدونو کې د ۱۱۰۰ کسانو وژل کېدل منلي وو. دوی وايي، تر اوسه د ۱۱۱ نورو داسې قضیو په څېړنه بوخت دي چې کېدای شي ملکي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتو پېښې وي.

د انځور حقوق AFP

اوسنۍ اعلان شوې شمېرې هم د بشري حقونو څارونکو ډلو له هغو سره متضادې دي چې وايي، د ملکي تلفاتو کره شمېرې د اعلان شویو هغو څو برابره زیاتې دي.

تېره میاشت د دغو فعالانو یوې ارزونې پایله کې وویل شول، چې ۲۰۱۷ کال کې یوازې د سوریې له رقې ښاره د داعش ډلې شړلو پنځه میاشتني کمپاین کې د هوايي بریدونو له کبله ۱۶۰۰ ملکي کسان وژل شوي وو.

داعش ډلې الرقه د خپل اعلان کړي خلافت لپاره د علی البدلې پلازمېنې په توګه اعلان کړې وه.

هغه مهال د ټلوالې له لوري یوه کس بي بي سي سره خبرو کې ویلي و: له داسې تکتیکونو کار اخیستل کېږي چې د ملکي تلفاتو کچه لږ تر لږه حد ته ټیټه شي او تل یو د یوه برید عواقب د برید نه کولو له هغو سره پرتله کېږي.

بل لور ته د ایروارز په نامه ډله چې د ملکي خلکو وژل کېدو تورونه ارزوي وايي، تر اوسه پورې د ټلوالې په هوايي بریدونو کې ښايي د اته زره او ۱۳ زرو تر منځ ملکي کسان وژل شوي وي.