خاورین عناصر: له امریکا سره جګړه کې د چین د بري کارت

A rare earth mineral mine in China د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ۹۰ سلنه ناویات خاورین کانونه چین کې دي.

چین له څه مهال راهیسې له امریکا سره سوداګریزه جګړه کېې د برلاسۍ لپاره د ناویاتو یا کمیابو خاورینو عناصرو د صادراتو محدودول ارزوي.

چین د دې عناصرو خورا ستر تولیدوونکی دی، داسې عناصر چې د امریکا د ډېرو صنایعو په تېره مخ پر وده اقتصادي برخه لکه برښنايي ګاډو او بادي توربینونو ته ډېر مهم دي.

* سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟

* د امریکا او چین سوداګریزه جګړه

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې تېر کال دا خاورین عناصر د خپل اقتصاد او ملي امنیت لپاره ډېر مهم وبلل.

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې سرلیکوال څو ورځې مخکې د چین اړوند یوه ټوېټ کې ولیکل: چین امریکا ته د ناویاتو خاورینو عناصرو د صادرولو د محدودولو سخته ارزونه کوي.

کوم عناصر خاورین بلل کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

ناویات خاورین عناصر هغو اوو عناصرو ته ویل شي چې د نوېدونکې انرژۍ په ټیکنالوجۍ، د تېلو پروسېس، الیکترونیک او کارېدونکې صنعتي شیشې په ګډون د مختلفو برخو تولید کې کارول کېږي.

سره له دې چې ناویات بلل شي، خو د امریکا ځمکپوهنې ادارې په خبره، په ځمکه کې ډېر پیدا کېږي، مګر د نړۍ څو سیمو کې تولید یا اېستل کېږي.

د دې عناصرو اېستل هم سخت دي او هم چاپېریال زیانمنوي.

د چین کانونه دې برخه کې د نړۍ ۷۰ سلنه اړتیا پوره کوي. میانمار، اسټرالیا، متحده ایالتونه او څو نور هېوادونه چې دې برخه کې چندان تولید هم نه لري د نړۍ پاتې اړتیا پوره کوي.

خو چین د دې خاورینو عناصرو په چاڼ کې ډېر واک لري.

تېر کال د دې عناصرو د پروسېس یا چاڼ او پر کارېدونکو اکسېدنونو د بدلېدو ۹۰ سلنه کار چین کې شوی و او پاتې نږدې لس سلنه هم مالیزیا کې د اسټرالیايي شرکت له خوا تولید شوي وو.

د رسمي شمېرو له مخې، چین تېرو پنځو کلونو کې د ناویاتو خاورینو عناصرو د اکسېډنونو صادرات دوه برابره کړي دي.

متحده ایالتونه څومره چین پورې تړلي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین کې د ناویاتو کانونو اېستل

د امریکا د حکومت شمېرې ښيي چې د دې هېواد ۸۰ سلنه ناویات خاورین عناصر له چین واردېږي.

فرانسه، جاپان او استونیا هم امریکا ته دا چاڼ شوي عناصر صادروي، خو د دې اکسېډنونو د تولید لپاره د چین د کانونو ډبرې کاروي.

متحده ایالتونه هم د خپلو فعالو ناویاتو عناصرو د کانونو ډبرې د چاڼ یا پروسېس لپاره چین ته لېږي او همدا اوس هم د چین د ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې سره مخ دی.

امریکا دا توکي له مالیزیا هم واردولی شي، خو اړتیا یې نشي پوره کولی.

له بلې خوا مالیزیا هم ګواښ کړی چې د چاپېریالي اندېښنو په خاطر د دې عناصرو تولید ځنډوي.

امریکا د خپلو صنایعو پروسېس پیلولی شي؟

Image caption بادي توربینونو کې ناویات عناصر کارول کېږي.

شونې ده، خو وخت غواړي او که له چین تېر شي د کاني ډبرو سرچینې به یې هم ممکن محدودې وي.

جالبه دا چې متحده ایالتونه تر ۱۹۸۰ لسیزو د ناویاتو خاورینو عناصرو تر ټولو ستر تولیدوونکي وو.

چین د دې عناصرو د صادراتو د محدودولو مخینه لري او پر ۲۰۱۰ کال یې له جاپان سره د ځمکنیو ستونزو له امله دغه هېواد ته دا صادرات محدود کړل.

که امریکا ته د دغو توکو پر صادراتو محدودیت پلی شي، ښايي د دغه هېواد هغو مهمو صنایعو ته سخت ګوزار ور کړل شي چې د تریلیونو ډالرو ارزښت لري او ناویاتو خاورینو عناصرو ته اړتیا لري.