په منځ کې راګېر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراق د ایران او امریکا منځ کې راګیر

د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې ډېرې ترینګلې شوې دي. امریکا سیمې ته جنګي بېړۍ او الوتکې ولېږلې ځکه وايي د ایران لخوان خطر دی.

دا هر څه هغه مهال په ډراماتایک ډول بدل شول چې ډانلډ ټرمپ خپل هېواد د ایران د اټومي وسلو پر سر له شوي تړون و ایست.

خپله د ایران ځواک هم په لوړېدو دی ځکه شاوخوا هېوادونه یې د جګړو له امله ډېر کمزوري شوې دي. همدا اوس ایران په اعراق کې ډېر اغېز او نفوز لري. همدغلته د یوې ډېر پیاوړې ملېشې کنټرول هم ورسره دی.

اوس امریکا په دې اندېښنه کې ده چې ښايي ایران اوس خپل پام سوریې، لبنان او بیا مدیترانې ته هم واړوي.