خامنه يي: د امریکا د پېړۍ معامله به کامیاب نه شي

د انځور حقوق FARSNEWS

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي، د پېړۍ معامله په نوم د امریکا پلان به هیڅکله هم کامیاب نه شي.

ښاغلي خامنه يي د هغو عربي هېوادونو او فلسطیني ډلو مننه وکړه چې له دې پلان سره یې مخالفت کړی دی.

نوموړي د اختر خطبه کې د پېړۍ معاملې په نوم "د امریکا خاینانه نقشه" د اسلامي نړۍ د لومړۍ درجې مسله وبلله او زیاته یې کړه:

"د بحرین او سعودي په څېر د اسلامي هېوادونو خیانت د دې خبیثې نقشې لپاره زمینه برابروونکی دی".

* عراق د ایران او امریکا منځ کې راګیر

* امریکا له ایران سره جنګ غواړي؟

ایت الله خامنه يي بحرین په دې وغانده چې د پېړۍ معامله په نوم اقتصادي غونډې کوربتوب یې کړی دی.

دا اقتصادي غونډه له فلسطنیانو سره د مرستې لپاره جوړه شوې وه، خو ښاغلی خامنه يي وايي:

"دا د امریکایانو غونډه وه، خو د بحرین چارواکي د بې وسۍ او کمزورۍ او د ولس اواسلام ضد روحیې له امله د دې غونډې کوربه و، د بحرین او سعودي چارواکي باید وپوهېږي چې په څه ډول ډنډ کې نښتي دي".

د پېړۍ معامله

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وايي ممکن دا پلان کامیاب نه شي.

د پېړۍ معامله په نوم پلان تېرو څو اونیو کې له ډېر غبرګون سره مخ دی.

که څه هم د امریکا ولسمشر دا پلان ستايي، خو فلسطنیان یې نه مني او وايي چې دا پلان تر ډېره د اسراییل په ګټه او ملاتړ دی.

دا پلان چې امریکايي منځني ختیځ کې یا د فلسطین او اسراییل ترمنځ د سولې طرحه بولي، ډېری اسلامي هېوادونه هم پرې د اسراییل د ملاتړ شک کوي.

* فلسطین له پاکستان خپل سفیر ور وباله

* جولان غرونه اسراییل ته ولې مهم دي؟

واشنګټن د دې پلان د پلي کولو لپاره د چمتووالي درشل کې ده او د امریکا د ولسمشر ټرمپ زوم او لوی سلاکار جارډ کوشنر تېره اونۍ بیت المقدس ته تر سفر وروسته سعودي ته هم لاړ چې پر دې پلان د ریاض له چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جون پر دریمه وویل، ممکن دا پلان کامیاب نه شي.

د انځور حقوق LEADER.IR
Image caption له خامنه يي سره د ایراني چارواکو او بهرنیو سفیرانو لیدنه.

په ډېری اسلامي هېوادونو کې پرون اختر و، خو ایران کې دا مراسم نن و او تهران کې ایت الله خامنه يي د اختر لمانځه پر مهال ایراني ځلموټي او ځوانان وستایل چې ګرمه هوا او د ازموینو پر مهال یې روزه ونیوله:

"دا ښيي چې ځوان نسل کې ایمان او معنویت مخ پر وده او زیاتېږي".

نوموړي روژه کې له سیل ځپلو سره د نورو خلکو د مرستې او لاسنیوي مننه وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې د سېلاب ځپلو ستونزو په تېره د خوزستان په څېر د ګرمو سیمو خلکو ته پوره پام وکړي.

ورته مطالب