افغانستان کې د اسټرالیایي‌ ځواکونو چلند په اړه لیکنه جنجالي شوې

An employee walks past the ABC logo at the main entrance to the ABC building located at Ultimo in Sydney, New South Wales, Australia, 05 June 2019 د انځور حقوق AFP

اسټرالیا پولیسو په سډني ښار کې د دغه هېواد د ملي راډیو ټلویزیون (اي بي سي) مرکزي دفتر ته ورغلي او د دویمې ورځې لپاره د دوو خبریالانو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کوي.

ځايي پولیس په دغه دفتر کې د دوو خبریالانو او خبري برخې د یوه مشر په تړاو چاپه وهلې. د پولیسو دغه پوښتنې ګروېږنې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند په تړاو د یوې لیکنې په تړاو دی.

د سې شنبې پر ورځ پولیسو د یوه خبریال کور هم تالاشي کړې. د خبریالانو ټولنې دغه چاره د اسټرالیايي خبریالانو (پر ازادۍ حمله) بللې او دغه راز نورو ټولنو او د بشري حقونو ټولنو دغه چاره غندلې.

وروستي جګړیز اسټرالیايي ځواکونه له ارزګانه ووتل

"استرالیا کې پر پلیو خلکو موټر خېژوونکی افغان دی"

اسټرالیايي زدکوونکو ته د "نارینه حقونو" زدکړې پیلېږي

د اي بي سي مسوولینو په خبره د چهارشنبې ورځې چاپې او پوښتنې ګروېږنې د ۲۰۱۷ کال هغې څېړنیزې لړۍ په تړاو دي چې'افغان فایلز' نوم ورکړل شوی و او 'په افغانستان کې د مېشتو اسټرالیايي ځواکونو د ناسم چلند او غیر قانوني وژنو تورنو په تړاو و'

د انځور حقوق ABC NEWS
Image caption پولیس د قانوني اجازې له مخې حق لري، برېښنالیکونه، یاداشتونه، لیکنې او نور اسناد وګوري.

مسوولین وايي، دغه څېړنه د دفاعي ادارو د رپوټونو هغو سلګونو پاڼو پر بنسټ وه چې اي بي سي تر لاسه کړې وې. بل لور ته د اسټرالیا فدرالي پولیس وايي، د دوی پوښتنې ګروېږنې د 'پټو یا سري موادو خپرولو' په تړاو دي او دوی ته د امنیتي ځواکونو مشر او د هغه وخت سرپرست دفاع وزیر د ۲۰۱۷ کال د جولای پر اوومه په دې تړاو ویلي و.

د افغان فایلز په نامه هغه معلومات اي بي سي د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۱۰ خپاره کړي وو.

د سې شنبې پر ورځ د یوې ورځپاڼې خبریالې انیکا سمیتهرسټ کور هم تالاشي کړ. نوموړې پروسږ کال په یوه رپوټ کې ویلي و چې حکومت د خپلو خلکو څارنې یو پټ پلان لري. د نوموړې اجر شرکت نیوز کارف اسټرالیا چې دغه هېواد کې یو شمېر مشهورې ورځپاڼې خپروې د پولیسو دغه چاپه 'پاروونکې او سخته ' بللې.

پولیس بیا وايي، د دوی پوښتنې ګروېږنې د رسمي راز خپرولو په تړاو دي.

د انځور حقوق ABC
Image caption خبریالې انیکا سمیتهرسټ د څار یوه پټ پروګرام په تړاو رپوټ خپور کړی و

د اي بي سي ادارې مشر ډېوډ انډرسن په یوه اعلامیه کې ویلي، 'د پولیسو چاپې' د بیان ازادۍ په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي. د اسټرالیايي خبریالانو ټولنو هم په دې اړه توند غبرګون څرګند کړی دی او دغه چاره یې 'بې زړه سوي او ظالمانه' بللې ده.

که څه هم پولیس وايي پر اي بي سي او د دوو خبریالانو پر کورونو د دواړو چاپو تر منځ تړاو نه شته، خو پر دوو پرلپسې ورځو کې دغو چاپو اندېښنې راپورته کړې دي چې څه باندې کال مخکې خپرو شویو رپوټونو سره تړاو ورکول کېږي.

په هر یوه رپوټ کې د اسټرالیا څارګرو ادارو کې د شفافیت په تړاو پوښتنې راپورته شوې وې.

ورته مطالب