څه وخورو چې ښه خوب وکړو؟

خوب د انځور حقوق BBC Food

د نړۍ یوه درېمه وګړي د ژوند په دوران کې له بې خوبۍ سره مخ دي، که څه هم ځيني خلک یو ځل د سرسري بې خوبۍ له ستونزې سره مخ کېږي، خو که په سختي سره مو خوب وړي، اوږد خوب نه لرئ او یا هم دا دواړه، نو و پوهېږئ چې یوه ستونزه او سترس شته، چاپېریال او هغه خواړه چې خورئ ددې ستونزې له اصلي لاملونو شمېرل کیږي.

تر اوسه مو په دې فکر کړی چې ولې یو شمېر خواړه په تاسو خوب راولي او یو شمېر نور بیا تاسو ته انرژي درکوي.

کله چې پوسه (پنېر) خورئ ویرونکی خوب وینئ او که یا هم ګرمې شېدې څښئ چې ارام ویده شئ؟

دغه مطلب هڅه کوي سم او غلط په ګوته کړي چې څه ډول کولی شوو په یو وړوکي بدلون سره خپل غذایي رژیم جوړ او شپه ښه خوب وکړو.

د بوینې مېوې یوه دانه په نژدې ۵۰ زره ډالره پلورل شوې

۲۱ کلنې نجلۍ ۱۹۶ هېوادو ته په سفر نړیوال ریکارډ جوړ کړی

سپین بامونه ریښتیا هم تودوخه کموي؟

کاربو هاېدریت یا پروټين؟

د شپې د ښه خوب لپاره غوره ده چې له کاربوهایدرېت ډک خواړه وخورو او که له پروټین؟ ځواب دادی چې دواړه.

تر وسې ټریپټوفان وخورئ

ټریپټوفان یو ډول امینو اسید دی - امينو اسيدونه د پروټين او د عضلاتو نسج جوړونې بلاکونه دي- او ویل کېږي چې خوب ښه کوي، په دې اړه باورونه دا دي چې ټریپټوفان یو له هغه لومړنیو موادو دي چې د مغز د سراټونین او ملاټونین د تولید لومړیو تولېداتو له ډلې دي هغه چې د انسان په بدن کې خوب زیاتوي.

په ټولو پروټیني خوړو کې یو اندازه ټریپټوفان شته او په مستو، شېدو، وربشی، کېله، خرما، د چرګ غوښه، د چرګ هګۍ او پلي کې د نورو په پرتله زیات پېدا کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د هغه څښاک په اړه واقعیت چې خوب زیاتوي

دغه څښاک له ډېر پخوا دود دی او له خوب مخکې څښل کېږي:

ګرمې شیدی

شیدې ملاتونین لري - ملاتونین هغه هورمونونه دي چې د مغزو په یوه کوچنۍ غده کې تولیدیږي او د بدن د خوب او وېښېدو په نظم کې مرسته کوي- خو دا سوال یې په اړه مطرح دی چې ایا رښتیا هم د ملاتونین تغیرات په بدن اغېز لري او که نه.

شیدي سره له دې چې ترپوتوفان هم لري، دغه اسید امین انسان خوبن کوي، خپل سهار په ګرمو شیدو سره پیل کړی تر څو مو د بدن تریپتوفان د کاربوهایدرت په مرسته مو د سر د مغزونو رګونه پرانیستل شي.

له خوبه مخکې څښاک

که چېرې څه موده یو وار له خوب مخکې څه وڅښئ کېدای شي د وجود د روغتیا په برخه کې ګټور وي، خو که په یوه عادت واوړي نو امکان لري جدي ستونزې لکه بې خوبي رامنځ ته کړي.

خوب راوړونکی چای

څېړنې ښیي چې د بابونه (یو ډول ګل لرونکی بوټی) د بدن ګلیسینو کچه لوړوي، دغه امینو اسید دي چې د عصابو ارامېدو لامل کیږي.

په لرغوني روم کې د بې خوبۍ د له منځه وړلو لپاره د سنبل الطیب (يو هميشه شين بوټي چه ريښې یې د اراموونكو درملو په توګه استعماليږي او سره غونچه ګلونه لري) چای نه ګټه اخېستل کېده. دغه چای ددې لامل کېږي چې خوب کم خو له خونده ډک وي، دغه ساعت ګلی یا بابونه ګل دا هم ښوولې چې له ښه خوب سره مرسته کوي.

اوبه

که په نیمه شپه کې د تندې احساس کوئ او یا هم د مخ او لاس وینځولو لپاره د شپې اړتیا پیدا کوئ او له خوبه ویښېږئ، پام مو وي چې ښه خوب نه لرئ. د ورځې په بهیر کې د بدن د اړتیا وړ اوبه وڅښئ چې د شپې لخوا اوبو ته اړتیا پیدا نه شي. د اروپا د خوړو د روغتیا اژانس وايي مېرمنې دې ورځنۍ ۱،۶ او نارېنه دې هم ۲ لېټره اوبه وڅښي.

څه وخت باید ډوډۍ وخورئ

د انځور حقوق Getty Images

څېړنو ښودلې چې د ورځې په اوږدو کې ډوډۍ خوړل کولی شي په خوب اغېز وکړي. زمونږ په بدن کې دننه یوګړۍ ده چې د خوړو د وخت معلومولو په برخه کې دنده تر سره کوي.

په موږکانو ترسره شوې څېړنه ښيي چې کله دوی ته په نا منظم وخت خواړه ورکړل شوو، د وجود ګړۍ یې په نا منظم ډول کار کوه. کله چې د خوراک وخت محدود وي د خوړو ګړۍ د وجود نه لېرې کېږي او دا د دې لامل کېږي چې موږک خواړه پېدا کړي ویښ پاتې شي، که څه هم په موږکانو د څېړنو پایلې د انسانانو سره توپېر لري خو دا په زړه پورې ده چې نه خوړل کولی شي پر خوب باندې اغېز وکړي.

منظم اوسئ

عادت پر خوب تر ټولو مهم اغېز کوي. منظم او پر وخت د خوړو خوړل ددې مرسته کوي چې شپه ارام وېده شئ.

دا ښه ده چې له وېده کېدو نه څلور ګړۍ مخکې خواړه وخورئ.

کوم خواړه او څښاک له سترګو خوب تښتوي؟

کافین

کافین کواي شي د خوب په ګډوډلو کې رول ولوبوي. د وګړو تحمل کچه ددې مادې پروړاندې بېلابېل کیدای شي.

که د شپې پرمهال سم خوب نه لرئ، باید له غرمې وروسته قهوه ونه څښئ. نویو څېړنو ښودلې قهوه سره له دې چې د بدن دننه ګړۍ ورو کوي په خوب هم اغېر لري.

خواږه

د انځور حقوق Getty Images

یوې نوې څېړنې ښودلې چې خواږه پر خوب باندې منفي اغېز لري، په دې څېړنه کې د خوږو څېزونو خوړونکو ته دا جوته شوې چې د شپې لخوا له خوبه وېښ شي.

پنېر یا پوسه

دا باور چې پوسه د دې لامل کېږي چې شپې بد خوبونه ووینو، له اولسمې بیړۍ راهیسې په برتانیه کې دود و، خو ایا دا باور رښتیا دی او که نه؟

هغه شیمیايي ماده چې په مغز کې تولیدیږي او د رم (REM) خوب مسولیت لري او د خوب لېدلو سره اړېکه لري خو تر هغه ځایه چې کوم خواړه پوسې ته ورته تیرامین لري، داسې نه بریښي چې په دغه خوړو کې دې د وېښ پاتې کېدو او د خوبونو د لېدلو څه وي.

ترخه خواړه

ویل کېږي چې ترخه او له درملو ډک خواړه کوای شي د بدن د هاضمې پر سیسټم او خوب ناوړه اغېز وکړي.

د څېړنو له مخې د بدن د پړسوب لامل کېږي چې د خوب پر مهال بیا وجود په تکلیفوي.

دغه څېړنې ښودلې چې د ګډونوالو یوه شپه چې ترخه او له درملو سره ګډ خواړه یې خوړلي وو، د خوب په لومړیو کې یې تبه یا د بدن ګرمي لوړه شوې وه. نو ګرم حمام کول له خوب سره مرسته کوي ځکه چې دا د بدن تبه یا لوړ حرارت ژر ټیتوي.

د الکول څښل

که کومه شپه مو الکولي څښاک څښلی وي کېدای شي ښه خوب به مو کړی وي یا هم په هغه ډول چې تاسو خپله پوهېږئ بې هوښه کېږئ او د الکول څښل کولی شي ددې لامل شي په ډېره تېزي سره مو خوب وتښتوي یعني دا په دې معنا چې تاسو د خوب لومړنۍ مرحله له لاسه وکړه.