له ماشوم زېږولو نیم ساعته وروسته د کانکور ازموینه

  • 11 جون 2019 - 21 غبرګولی 1398
د دوشنبې پر ورځ عین هغه مهال لومړنۍ ازموینه پیل شوه چې مېرمن دیریسي د ماشوم زېږېدو لپاره روغتون کې وه. د انځور حقوق ILU ABBA BOR ZONE COMMUNICATION OFFICE
Image caption د دوشنبې پر ورځ عین هغه مهال لومړنۍ ازموینه پیل شوه چې مېرمن دیریسي د ماشوم زېږېدو لپاره روغتون کې وه.

ایتوپیا کې یوې ښځې د روغتون بستر کې د ماشوم له زېږولو یوازې نیم ساعت وروسته کانکور امتحان یا ازموینه ورکړه.

۲۱ کلنه الماز دیریسي هیله منه وه چې د ماشوم له زېږېدو مخکې به د متوسطه ښوونځي ازموینو نېټه ورسېږي، خو د ایتوپیا لویدیځې میتو نومې سیمه کې دغه ازموینې د روژې میاشتې رارسېدو له کبله ځنډول شوې وې.

د دوشنبې پر ورځ بیا عین هغه مهال لومړنۍ ازموینه پیل شوه چې مېرمن دیریسي د ماشوم زېږېدو لپاره روغتون کې وه.

کانکور ازموینه: تر ټولو لوړه نومره نجلۍ ګټلې

پښتونخوا کې د ۱۹ طلايي مډالونو ګټونکې پېغله

غني: د فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي

دا وايي، د مېندوارۍ پر مهال ورته لیک لوست اسان او د ازموینې لپاره چمتوالی ښه نیول کېده او نه یې غوښتل د راتلونکي کال کانکور ازموینو لپاره انتظار وکړي.

رپوټونو کې ویل شوي، هغې د انګلیسي، امهاریک ژبې او ریاضي ازموینې د روغتونه له بستره ورکړې او د پاتې نورو ازموینو لپاره به امتحاني مرکز ته لاړه شي.

د بي بي سي له افان اورومو سره خبرو کې مېرمن الماز وايي:

''دا چې د اولاد زېږون له تکلیفه راووتم، ازموینه راته هېڅ سخته نه وه.''

د انځور حقوق ILU ABBA BOR ZONE COMMUNICATION OFFICE
Image caption ایتوپیا کې وسله وال پولیس امتحاني پرچې لېږدوي او د ازموینې مرکزونو څارنه کوي

د دغې ښځې مېړه تادیسي تولو وايي، د ښځوونځي له چارواکو یې غوښتي وو، چې مېرمنې ته یې له روغتونه د ازموینې ورکولو اجازه ورکړي.

په ایتوپیا کې معمولاً ځینې نجونې د متوسطو زده کړو له بشپړولو وروسته ښوونځی پرېږدي او بیا وروسته بېرته زده کړې بشپړوي.

مېرمن الماز وايي، اوس به د پوهنتون لپاره دوه کلن کورس بشپړوي، له ازموینې خوښه ده او ماشوم یې هم روغ رمټ دی.