جنسي تېري کوونکو ته د عمري زندان سزا ورکړل شوې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنسي تېري کوونکو ته د عمري زندان سزا ورکړل شوې

  • 11 جون 2019 - 21 غبرګولی 1398

په هند کې یوې محکمې هغه درې سړي په عمري بند محکوم کړي دي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې پر یوې اته کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی وو. درې نورو هغو ملګریو ته یې چې دغه جرم یې پټ ساتلی و، د پنځو کالو بند سزا ورکړل شوې ده. قربانۍ یوه مسلمانه کوچۍ وه. هغه پېښه ورسره د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې په کتوا سیمه کې شوې وه. د محکمې له پرېکړې سربېره د نجلۍ کورنۍ وايي حالت ښايي بدل نه شي.