د سوډان کړکېچ: اعتراضونه ځنډېدلي او له پوځ سره خبرې کیږي

  • 12 جون 2019 - 22 غبرګولی 1398
سوډان د انځور حقوق Getty Images

د سوډان د حکومت مخالفينو اېتلاف د مدني نافرمانۍ کمپاين چې موخه يې ملکي حکومت ته واک سپارلو لپاره پر پوځ د فشار زياتول و، ختم کړى دى او سلا شوي چې پوځيانو سره د خبرو اترو ميز ته ستانه شي.

سوډان لپاره د ايتوپيا ځانگړی استازی محمود درير وايي دواړې غاړې وايي چې د يوې لنډمهالې شورا پر جوړولو به خبرې اترې بيا پيل کړي.

ښاغلى درير په ټينگار وويل چې "له شوې هوکړې بېرته شاته تگ نشي کېداى."

د ښاغلي درير په وينا پوځي شورا د باور جوړولو لپاره د سياسي بنديانو پر پرېښودو سلا شوې او احتجاجيانو هم ويلي چې په خرتوم کې د مدني نه اېلتيا يا نافرمانۍ خوځښت ودروي.

د پوځي شورا يو غړي بي بي سي ته په تلويحي ډول ويلي په جوړېدونکې شورا کې د پوځ او ملکيانو پر برابر استازيتوب سره سلا کېداى شي خو شرط دا دى چې مشري يې د پوځيانو په لاس کې وي.

د انځور حقوق Getty Images

د خبرو اترو د پيلېدا لپاره د کومې ڼېټې اعلان لا نه دى شوى خو داسې برېښي چې اعلان شويو تېرېدنو خبرو اترو بيا پيلېدا لپاره د دواړو غاړو قناعت تر لاسه کړى. احتجاجيانو ويل د مدني نافرمانۍ خوځښت به هغه مهال ختم شي چې واک یوه ملکي حکومت ته وسپارل شي.

خو داسې برېښي چې پر دواړو غاړو فشارونه ډېر و. د سوډان پوځ له نړيوالو فشارونه سره مخ و او مدني نافرمانۍ هم ورته شته اقتصادي ستونزې ډېرولى شواى.

حتجاجيانو لپاره بيا ستونزه دا وه چې د مدني نافرمانۍ له اعلان سره سره ډېر خلک بيا هم کارونو ته تلل. نو د سياسي بنديانو د خوشي کېدو اعلان دوى لپاره هم د اوړو پزه شوه او د خبرو ميزته ستنېدو لپاره يې هو کړه.