سعودي کې د 'حلالې ډیسکو' پر پرانیستو ناندرۍ

وايټ کلب د انځور حقوق FACEBOOK @WHITEDUBAI
Image caption په دوبۍ کې د وایټ کلب انځور

د سعودي په جده کې د ځوانانو لپاره د ډیسکو جوړولو اعلان د سعودیانو پراخ غبرګون راپارولی دی.

د دوبۍ 'وایټ' په نوم د شپې کلپ پتیلې چې په جده کې یوه ډیسکو جوړه کړي.

دې اعلان ته سعودیانو پراخ غبرګون ښودلی او مکې مکرمې ته نژدې ښار جده کې یې د ډیسکو جوړېدو مخالفت کړی دی.

سعودي په تېرو څو کلونو کې وروسته له هغه چې د تفریح لپاره عمومي اداره جوړه کړه، د ګڼو ازادیو شاهد دی چې موخه یې د ساعت تیرۍ سکټور وده ښودل شوې.

د خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي کې د برتانیا دوه میلیارده پانګونه

جعلي سعودي شاهزاده د ۸ میلیونو ډالرو ټګۍ برګۍ له کبله زنداني شو

سعودي ایران ته: جګړه نه غواړو، خو دښمنانه فعالیتونه نشو زغملی

له دبۍ او بیروت وروسته دغې زنځیري شپې کلب اوس په جده کې د څانګې پرانیستلو خبره کړې ده. ویل شوي په دې کلب کې به الکول (شراب) کارونې ته اجازه نه وي.

دا کلب به د شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۳ بجو خلاص وي او پکې تر ۱۸ کلنو کم عمره کسان نه پرېښودل کیږي.

په خواله رسنیو کې په پراخ ډول ددې کلب د چمتو کولو ویډیو خپره شوې چې پکې یو کس د ډیسکو بڼه تشریح کوي چې ګواکې د کورنیو لپاره به 'محترمه ډیسکو' وي.

ویل شوي ددې ډیسکو ټېکټ به له ۵۰۰ تر زر سعودي ریاله وي.

د سعودي خواله رسنیو کاروونکو د ' ديسكو_في_جده ' هاشتګ په کارولو خپل غبرګون ښودلی چې تر پخوا ډېر کارول شوی هاشتګ بلل شوی دی. دا هشتګ تر اوسه شاوخوا ۳۷ زره کسانو کارولی.

بي بي سي هڅه کړې چې د چارواکو نظر واخلي خو د ساعت تیرۍ عمومي ادارې مشر ترکي الشیخ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

خو د وایټ شپې کلب د سیمه ییزو اړیکو مسول سېرج ټرېډ بي بي سي ته ویلي: "دا کلب به د سعودي له ټولو اصولو سره سم په موقت ډول د جدې کلني فیستیوال لپاره پرانیستل شي."

یو شمېر سعودیانو غبرګون ښودلی چې دا کار ددوی له دین، کلتور، دین او دین سره مخالف دی.

دوی غوښتي چې دا کلب دې 'ژر تر ژره' بند کړای شي.

ابراهیم په نوم د خواله رسنیو کاروونکي لیکلي: "څه باندې ۸۰٪ خلک ددې کار مخالف دي او دا ډول ساعت تیري نه غواړي."

ځینو بیا لیکلي: "موږ سنتي خلک یو او د نیکمرغۍ نظرونه په موږ کې زیات دي، خو هغوی چې د لیبرالیزم پلویان دي هېڅکله د سعودیانو استازیتوب نه شي کوای."

ډېری کسانو غوښتنه کړې چې د سعودي 'امر بالمعروف و نهی عن المنکر' (دیني پولیس) دې بیا راستانه شي، هغه ډله چې اسلامي اصول به یې هلته پلي کول او د اسلام خلاف کار ترسره کوونکي به یې بندیانول.

سعودي حکومت په ورستیو کې دغه ډله کمزورې کړې او د خلکو د نیولو او بندیانو کولو واکونه یې ترې اخیستي دي.