عمان خلیج برید؛ نړیوال بازار کې د تېلو بیه څلور نیم سلنه لوړه شوه

تېل د انځور حقوق AFP/HO/IRIB
Image caption دا برید د هرمز تنګي په یوه سر کې شوی دی

د عمان په خلیج کې د پنجشنبې پر سهار د تېلو پر دوه لویو تېل لېږدوونکو بېړیو تر مرموز برید وروسته نړیوال بازار کې د تېلو بیه څلور نیم سلنه لوړه شوې. د پېښې لامل تر دې دمه نه دی څرګند، خو نا تائید شوي رپوټونه وایي، یوه کوچنۍ له باروتو ډکه کښتۍ د تېلو له بېړۍ سره جنګول شوې

نور رپوټونه بیا پر دې بېړیو د ماین برید خبره کوي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائيد شوې.

یوه ایراني چارواکي بي بي سي ته ویلي، ایران له دې بریدونو سره هېڅ سروکار نه لري او ځینې کړۍ هڅه کوي چې د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکي خراب کړي.

په برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښټې، او تر دې دمه کوم هېواد یا ډلې یې مسوولیت هم نه دی منلی. یوه میاشت وړاندې هم د متحدو عربي اماراتو ساحل ته نږدې پر څلورو تېل لېږدوونکو بېړیو بریدونه شوي وو.

رپوټونه وایي چې د ایران سمندري ځواکونو د یوې بېړۍ ۲۱ او د بلې بېړۍ ۲۳ تنه عمله ژغورلې ده او دا ټول کسان د جاسک بندر ته بېول شوي دي.

Image caption یوه میاشت وړاندې هم په همدې سیمه کې د تېلو پر بېړیو بریدونه شوي وو

په سیمه کې مېشت د امریکا سمندري ځواکونه هم وایي چې د پېښې په اړه ورته خبر ورکړل شوی و او د مرستې غوښتنه ترېنه شوې وه.

د بلومبرګ خبري شبکه وایي، له دې پېښې وروسته په سملاسي توګه په نړیوال بازار کې د تېلو بیه څلور نیم سلنه لوړه شوې ده.

د ناروې هېواد د سمندري چارو ادارې ویلي، یوه بېړۍ د دوی ده او ادعا یې کړې چې ورباندې برید شوی.

یاده اداره وایي، د دوی په تېل وړونکې بېړۍ کې درې چاودنې شوې دي. ویل کېږي چې د برید پر وخت دې بېړۍ ۷۵ زره ټنه تېل لېږدول.

ایراني رسنۍ د یوې بېړۍ د ډوبېدو خبره هم کوي، خو د دې بېړۍ څښتن شرکت دا رپوټونه رد کړي دي.

د انځور حقوق Frederick A Terry/Artjom Lofitski
Image caption د دواړو بېړیو ۴۴ تنه عمله ژغورل شوې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټ کې ویلي، دا پېښه نن سهار په داسې مهال شوې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره کتل.

ښاغلي جواد د پېښې په اړه شک څرګندونه کړې ده.

د عمان خلیج د هرمز تنګي په یوه سر کې پروت دی، او له دې تنګي نه د سلګونو ملیونو ډالرو په ارزښت تېل لېږدوونکې بېړۍ تېرېږي.

دا پېښه په داسې مهال کېږي چې د ایران اوامریکا ترمنځ وضعیت تاوجن دی او واشنګټن پر تهران تازه بندیزونه اعلان کړي دي.

د امریکا د می میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د ایران ګواښ له کبله سیمې ته جنګي بېړۍ استوي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران په اړه سخت دریځي لري او تور لګوي چې دا هېواد په منځني ختیځ کې بې ثباتي جوړوي.

ورته مطالب