ایا پوهېږئ چې نارینه چرګوړي ولې وژل کېږي؟

چرګوړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جرمني حیواناتو د خیر ښېګڼې قانون وایي، هېڅوک له مناسب جواز پرته نشي کولی چې یو حیوان وکړوي یا درد ورکړي.

په جرمني کې یوې محکمې حکم کړی دی چې د مالدارۍ فارمونه او د هګیو تولیدوونکي شرکتونه اوس هم د هغو نارینه چرګوړو د وژلو قانوني اجازه لري چې اړتیا ورته نشته.

د فدرالي محکمې دا حکم موقتي دی او هڅه به کېږي چې دې ستونزې ته یوه متبادله حل لاره پیدا شي. د نړۍ په کچه په فارمونو کې د نارینه چرګوړي وژنه یو منل شوی دود دی.

ملیاردونه نارینه چرګوړي تر زېږېدو سملاسي وروسته وژل کېږي. چارواکي وایي، یوازې په جرمني کې هر کال ۴۵ ملیونه نارینه چرګوړي وژل کېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې د جرمني نارت راین وېسټ فیلیا ایالت په فارمونو کې د نارینه چرګوړو پر وژنه بندیز اعلان کړ. خو وروسته دوه فارمونو د دې بندیز پر ضد محکمې ته عریضه وکړه.

د جرمني حیواناتو د خیر ښېګڼې قانون وایي، هېڅوک له مناسب جواز پرته نشي کولی چې یو حیوان وکړوي یا درد ورکړي.

د جرمني د کرنې وزیرې جولیا کلاکنر هم د نارینه چرګوړو وژنه یو غیر اخلاقي عمل بللی او پرې د بندیز غوښتنه یې کړې ده.

خو د محکمې استدلال بیا دا دی چې د خوراک لپاره د چرګوړو وژل د اوس لپاره یو مناسب جواز دی.

خو د لېپزګ عالي محکمې اوس ویلي، باید یوه داسې لاره پیدا شي چې په هګۍ کې د ننه د چرګوړي جنسیت مالوم شي، ځکه له دې سره به تر زېږېدو وروسته د چرګوړو وژلو ته اړتیا نه وي.

خو پوښتنه دا ده چې نارینه چرګوړي ولې وژل کېږي. لامل یې سوداګریزه بڼه لري.

د فارمونو څښتنان او د هګیو او غوښې تولیدوونکي شرکتونه وایي، نارینه چرګوړي د ښځینه هغو پرتله ډېر په کراره لوېږي، غوښه یې ژر مارکېټ ته نه رسېږي، لګښت پرې ډېر راځي او هګۍ هم نه اچوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د محکمې استدلال بیا دا دی چې د خوراک لپاره د چرګوړو وژل د اوس لپاره یو مناسب جواز دی.

همدا سبب دی چې نارینه چرګوړي له اقتصادي پلوه کومه ګټه نه لري، بلکې تاوان یې ډېر دی. پایله یې دا ده چې په نړۍ کې چې هر څومره چرګې را لویېږي، په هماغه شمېر چرګان ورسره وژل کېږي.

خو د حیواناتو د حقونو فعالان وایي، د غازو په مرسته په لویه کچه د نارینه چرګوړو وژنه پر دوی ظلم دی او باید پرې بندیز ولګول شي.

اوس یو جرمنی شرکت په دې توانېدلی دی چې په هګۍ کې د ننه د چرګوړي جنسیت مالوم کړي، خو دا تخنیک تر دې دمه په لویه صنعتي کچه نه دی کارول شوی.