مشهوره روسۍ جوارګره وژل شوې

پوکر د انځور حقوق LIYA/INSTAGRAM
Image caption لیلیا نوویکووا د خپل کور په حمام کې برېښنا نیولې او وژلې ده.

د قمار ستورې ۲۶ لیلیا نوویکووا د خپل کور په حمام کې برېښنا نیولې او وژلې ده.

نوموړې د روسیې د مسکو اوسېدونکې وه.

د لیلیا ګاونډیانو وروسته له هغه د نوموړې جسد وموند چې د دې پوکر لوبغاړې پلار او مور ورسره اړیکه ونیوله.

مینه والو یې هغه د لیا په نوم پېژندله. رپوټونه وايي چې هغه د ویښتانو د وچولو ماشین د کارولو پرمهال برېښنا نیولې او ساه یې ترې ویستلې.

لیا د قماربازۍ د خپروونکي چینل (Twitch.tv) نامتو څېره وه.

روسي چارواکو منلې چې د هغې د مړینې لامل برېښنا وه.

روسي رسنیو ویلي چې د هغې ګاونډیانو د لیا د کور کلي درلوده او وروسته له دې چې د نوموړې د پلار او مور اړیکه یې ترلاسه کړې، خبر شوې او د هغې کور ته په ورتلو یې جسد موندلی دی.

د پوکر لوبغاړو د هغې په مړینې خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه تراژیدي بللې.

نوویکووا د مسکو د بایومن پوهنتون له انجینرۍ برخې فارغه شوې وه. د پوکر (قمار) ترڅنګ هغې له ورزش سره هم مینه لرله.

هغې د خپل مینه والو لپاره د پوکر لارښود هم خپور کړی و.