ورځپاڼې: د عمران خان رواني وضعیت ارزولو لپاره د کمېسیون غوښتنه

عمران خان د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ټوډې ورځپاڼې لیکلي مخکني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي غوښتنه کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د عقلي او عصبي روغتیا د ارزولو لپاره دې یو ځانګړی کمیسیون جوړ شي.

ورځپاڼه لیکي د مسلم لیګ نواز ګوند دې مخکښ مشر دا څرګندونې د لومړي وزیر عمران خان ملت د هغې وینا په اړه تبصرې پرمهال کړي چې په نیمه شپه کې یې وکړه.

ښاغلي عباسي ویلي د پاکستان په تاریخ کې داسې هیڅکله نه دي شوي چې ملت ته دې په داسې نا اشنا وخت کې وینا واورل شي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي له هند سره سوله غواړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره هر ډول منځګړي منلو ته تیار دی.

ده ویلي له هند سره د شخړې له اصلي مسلو یوه هم کشمیر ده او که د دواړو هېوادونو مشران پریکړه وکړي دا ستونزه هوارېدای شي.

د شپې وختي ویده کېده روغتیا ته ګټه رسوي

له ماشوم زېږولو نیم ساعته وروسته د کانکور ازموینه

د سوډان کړکېچ: اعتراضونه ځنډېدلي او له پوځ سره خبرې کیږي

هندۍ ورځپاڼې انډیا ټوډي لیکلي چې لومړي وزیر نریندر مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قزاقستان په پلازمینه بشکیک کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه سولې په ټینګولو کې د هند پر رول خبرې کړي دي.

دواړه مشران هلته د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره تللي دي.

انډیا ټوډې د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند راویش کومار له قوله لیکلي په دې کتنه کې د افغانستان پروضعیت خبرې شوې، خو نوموړي په دې اړه ډیر معلومات نه دي ورکړي.

افغان ولسمشر د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم کتلي او د سولې په تړاو یې خبرې کړي.

چینايۍ رسنۍ وايي د چین ولسمشر ښاغلي غني ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واک کې د سولې هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د افغان دولت مرسته کوي.

ترکۍ ورځپاڼې حریت لیکلي هغه لس تنه افغان بایسکل چلوونکي استانبول ته رسیدلي چې د افغانستان او ترکیې د ملګرتیا ټینګولو لپاره یې دا ۴۱۰۰ کیلومټره لاره وهلې ده.

دوی د لارجوردو پر تاریخي لار چې له ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان تیریږي له هرات ښاره استانبول ته د تګ تکل کړی و.

د انځور حقوق Getty Images

امریکایۍ مجلې ټایم لیکلي دا مریکا د ولسمشر لور او د سپینې ماڼۍ سلاکارې ایوانکا ټرامپ غوښتنه کړې چې په نړۍ کې دې د سولې په چارو کې دې ښځو ته ډیر ونډه ورکړل شي.

ټایم لیکي ملګري ملتونه وايي په تېرو دوه لسیزو کې د منځګړي په توګه د ښځو ونډه دوه سلنه، د مرکچي په توګه اته سلنه او د شاهدانو او لاسلیک کوونکو په توګه پنځه سلنه ونډه لرلې ده.

ایوانکا ټرامپ ویلي که ښځې د سولې په چارو کې ونډه ولري پایلې به یې ښې وي.

جاپان ټایمز لیکلي داسې ښکاري چې هانګانګ د هغه جنجالي قانون له امله د مخ په زیاتېدونکي نړیوال فشار لاندې دی چې په کور دننه یې پراخ لاریونونه پارولي دي.

ددې قانون د طرحې له مخې هانګ کانګ ژمنه کوي چې یو شمیر مجرمین د چین حکومت ته وسپاري.

ورځپاڼه لیکي د نورو نړیوالو ترڅنګ اروپايي ټولنې د دې نوي قانوني طرحې په اړه اندیښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې ده چې د هانګ کانګ اوسېدونکو حقونو ته دې درناوی وشي.

اروپايي ټولنې ویلي دا قانون به د هانګ کانګ پر اوسیدونکو، پر اروپايي ټولنې، په هانګانګ کې پر میشتو بهرنیو او هلته د بهرنیو پانګوالو پر باور په اوږد مهال کې منفي اغیز ولري.