ایران: د تېلو پر بېړیو برید موږ نه دی کړی

خلیج د انځور حقوق Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو پوځ یوه ویډیو خپره کړې چې په وینا یې ایراني ځانګړي ځواکونه پکې لیدل کېږي چې عمان خلیج کې له یوې بېړۍ ناچاودلی ماین لرې کوي. د پوځ په وینا دغه پېښه د پنجشنبې پر ورځ شوې.

امریکایانو د هغې جاپانۍ تېل لېږدونکې بېړۍ تصویرونه هم خپاره کړي چې په ظاهره له لرې کېدو مخکې پورې نښتی ناچاودیدلی ماین ښکاري.

رپوټونو کې ویل شوي، د دریو چاودنو له کبله په خلیج کې د ناروې یوه تېل وړونکې بېړۍ هم په نښه شوې.

'منځني ختیځ کې د امریکا پوځ ډېرول نړیوالې سولې ته ګواښ دی'

ټرمپ: جګړه به د ایران د تباهۍ په معنی وي

امریکایان د دغو بریدونو تور پر ایران پورې کوي، خو ایرانیان وايي، دوی په 'څرګند ډول ' دغه تورونه ردوي. دغه چاودنې د متحدو عربي اماراتوساحل ته نژدې پر څلورو تېل لېږدونکو بېړیو له بریده یوه میاشت وروسته شوې دي.

امریکا د هغو بریدونو تور هم پر ایران پورې کړی و، خو کوم ثبوت یې نه دی وړاندې کړی او ایرانیانو هم هغه تورونه رد کړي وو.

د انځور حقوق CENTCOM

بل لور ته د پنجشنبې ورځې له پېښې وروسته د تېلو بیې څلور سلنه ختلې دي.

امریکايي ځواکونو ویلي، دوی په سیمه کې د ناروې او جاپان له بېړیو ګهیځ وختي له چاودنو وروسته پیغامونه وموندل او سیمې ته ورغلل. دوی وايي، د ایراني سمندري ځواک کښتۍ یې ولیدې چې سیمه کې ګرځېدې او وروسته یې د کوکوکا نومې جاپانۍ بېړۍ له څنګه ناچاودیدلی ماین لرې کاوه.

د دواړو بېړیو عملې کارکوونکي وروسته نورو کښتیو ته ولېږدول شول او امریکا او ایران دواړو داسې تصویرونه خپاره کړل چې د عملې کسان یې خپلو کښتیو کې ژغورلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو واشنګټن کې خبریالانو ته د پېښې په تړاو وویل:

''د متحده ایالاتو ارزونه ښيي چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغو بریدونو مسوولیت لري. ''

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وايي، د هېواد 'لومړنۍ نکته ' دا ده چې 'پر امریکايي متحدینو باور وکړي. '

د چین بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، 'ټول لوري باید له زغمه کار واخلي. '

متحده عربي اماراتو بیا دغه بریدونه 'خطرناک زیاتوالی ' بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دوی 'دغه بې بنسټه ' تورونه ردوي چې د اعلامیې په ټکو له ایرانه د 'کرکې ' پربنسټ لګول شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې ایران د جون ۱۳ له تېل لېږدونکو بېړیو سره شوې پېښه په سختو ټکو غندي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
Iranian TV footage shows a burning tanker

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټر پیغام کې پر امریکا تور پورې کړی چې 'د رښتیا له یوه څرک پرته او د پېښو له ثبوتونو پرته ' تورونه پورې کوي او هڅه کوي چې دیپلوماسي سبوتاژ کړي.

بل لور ته د ایران ولسمشر حسن روحاني د جمعې پر ورځ پر امریکا تور پورې کړ چې په 'منځني ختیځ کې د ټیکاو یا ثبات لپاره جدي خطر ' رامنځته کوي. نوموړي د ۲۰۱۵ کال ایران اتومي پروګرام هوکړې پر ښکېلو اړخونو بیا غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

په ۲۰۱۷ کال کې واک ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رسېدو وروسته د امریکا او ایران تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی. امریکا له هغې هوکړې ووتله چې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې په منځګړیتوب شوې وه او پر دغه هېواد یې بندیزونه ډېر کړل.

ورته مطالب