کاناډا ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ تر ټولو ډېر کډوال منلي

A displaced Iraqi woman sits outside a tent where she is taking shelter in a camp for internally displaced people. د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption تېر کال د ټولې نړۍ په کچه تر ۷۰ ملیونو ډېر کسان د جګړې،‌ وژنې او نورو لاملونو له کبله له خپلو سیمو او هېوادونو تېښتې ته اړ شوي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، په ۲۰۱۸ کال کې کاناډا د ۲۵ هېوادونو په لېست کې تر ټولو ډېر کډوال منلي دي.

تېر کال کاناډا ټولټال څه باندې ۲۸ زره کډوالو ته پناه ورکړه.‌ په دویم ځای کې امریکا وه چې کابو ۲۳ زره کډوال یې منلي وو.‌

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له ۱۹۸۰ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې امریکا د کډوالو منونکو هېوادونو د لېست په سر کې خپل ځای بل هېواد ته پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اړه د یوې څېړنې موندنې وایي، په کاناډا کې د کډوالو د منلو کچه له ۲۰۱۷ سره برابره وه،‌ خو اصل بدلونه په امریکا کې راغلی، چېرته چې اوس د پخوا کلونو پرتله لږ کډوال منل کېږي.‌

امریکا په ۲۰۱۷ کال کې کابو ۳۳ زره کډوال منلي وو.

تېر کال د ټولې نړۍ په کچه کابو ۹۲ زره خلکو په نویو ځایونو یا هېوادونو کې پناه ومونده یا ومنل شول.‌

دا شمېر د نړۍ په کچه د پناه غوښتونکو کسانو یوازې ۷ سلنه جوړوي.‌

څېړونکي‌ وایي،‌ په امریکا کې د کډوالو د منلو کچه ځکه کمه شوې ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره غواړي امریکا ته د ورتلونکو کډوالو شمېر راکم کړي.‌

د هغو ۲۵ هېوادونو په لېست کې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې کډوال منلي،‌ اسټرالیا،‌ برتانیا او فرانسې هم ګڼ‌ شمېر کسانو ته پناه ورکړې ده.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption دا د ملګرو ملتونو په ۷۰ کلن تاریخ کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر ښودل شوی.

دا د ملګرو ملتونو په ۷۰ کلن تاریخ کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر ښودل شوی.

ددغو ۷۰ ملیونه کسانو تر نیمایي ډېره برخه د سوریې، افغانستان،‌ سویلي سوډان، میانمار او سومالیا وګړي‌ وو.‌

ورته مطالب