د فعالې ټېله کولو له کبله د برتانوي وزیر دنده وځنډېده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د اقلیم بدلون لاریونیانو د مالیې د وزیر فیلیپ هاموند د وینا مزاحمت وکړ

د برتانوي وزیر مارک فیلډ دنده وروسته تر هغه وځنډول شوه،‌ چې د لندن یوه رسمي ماښامنۍ کې یې د 'ګرین پېس' ټولنې د چاپېریال اړونده یوه فعاله په زور ټېله کړه او وېډیو یې ان لومړۍ وزیرې هم ولیده.

فیلډ چې به بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا او ارام سمندر د چارو مسؤولیت لري، د جانیت بارکر په ټېله کولو سره پښېمانه شوی.

دا ماښمانۍ په مانشن هاوس کې د خزانې د وزیر د وینا لپاره جوړه شوې وه.

نوموړی وايي، "وېره" یې دا وه چې ګني دغه فعاله مسلحه نه وي.

د لومړۍ ویرې ویاندې ویلي: "لومړۍ ویرې دا پېښه په خپلو سترګو ولیده او سخته یې اندېښمنه کړې ده".

پولیسو ویلي "ددغې مسلې په اړه رپوټونه څېړي او تر څېړنو وروسته به ژر د وزیر په توګه د فیلد دنده وځنډوي".

په دې پ‍ېښې سره د برتانیا د اقتصاد په اړه د خزانې د وزیر فیلیپ هاموند کلنۍ وینا د اقلیمي بدلون او چاپېریالي فعالانو له خوا وځنډول شوه.‌

فعالان د ښاغلي هاموند د وینا تالار ته په داسې حال کې ننوتل چې سره کمیسونه یې اغوستي وو او پرې لیکل شوي وو چې "اقلیم په خطر کې دی".

د ګرین پیس ټولنې فعالانو ویلي، د دوی هدف دا و چې د اوسني نظام د ناکامۍ په اړه خپل پیغام ورسوي.

په وېډیو کې وزیر فیلډ ښکاري چې ولاړ دی او یوه لاریون کوونکې فعاله په زور ټېله کوي او له تالاره یې وباسي.

فیلډ وروسته آی ټي وي نیوز ته ویلي، مېلمنو د "خطر احساس" وکړ، همدا وو چې دا کار مې وکړ،‌هغه هم کله چې "لاریونیان په زور تالار ته ننوتل".

Image caption لاریونیانو سره کمیسونه اغوستي وو او پر ودانۍ ور ننوتل

دی وايي "هلته امنیتي کسان نه وو،‌ څو ثانیې زړه نازړه وم چې څه وکړم که دا فعاله وسله ولري، پایله دا شوه چې ومې نیوه او له تالاره مې په ټېله ټېله وایستله".

خو نوموړی وايي "په دې کار سخت پښېمانه یم، او له دغې ښځې بښنه غواړم، خو مجبور وم چې د حاضرو کسانو د سلامتیا لپاره دا ډول چلند وکړم".

پر خواله رسنیو د وزیر ددغه عمل په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د محافظه کاره ګوند مشر برانډون لویس ویلي په وېډیو کې د رامنځ ته شوې پېښې په اړه "دفاع کول ډېر ګران کار دی"، خو هغه د څېړنو ژمنه کړې

Image caption مانشن هاوس ته د لاریونیانو تر ورتګ وروسته د لندن ښار امنیت بیا وارزول شو
د انځور حقوق PA
Image caption فیلیپ هاموند بالاخره خپله وینا بشپړه کړه