ورځپاڼې: پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ ځپل غواړي

پښتون ژغورنې غورځنګ د انځور حقوق Reuters
Image caption ورځپاڼې د غورځنګ د مشر منظور پښتین هغه خبره راخیستې چې ویلي یې دي په تېر کې دولت د دوی د لاریونونو د مخنیوي هڅه کوله خو اوس د ټول غورځنګ له منځه وړل غواړي.

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د پاکستان حکومت له خوا د پښتو ژغورنۍ غورځنګ د مشرانو د نیولو په اړه یو مطلب خپور کړی او زیاتوي ددې غورځنګ غړي وايي چې دولت د دوی د وېرولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي او ددې غورځنګ د مخکښو مشرانو نیول د همدې لړۍ یوه برخه ده.

ورځپاڼې د غورځنګ د مشر منظور پښتین هغه خبره راخیستې چې ویلي یې دي په تېر کې دولت د دوی د لاریونونو د مخنیوي هڅه کوله خو اوس د ټول غورځنګ له منځه وړل غواړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز رپوټ ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او تمه ده د راتلونکې سه شنبې په ورځ له طالب استازو سره د روانو خبرو اوم پړاو پيل کړي.

ورځپاڼې دا رپوټ د ځینو سرچینو په حواله ورکړی خو زیاتوي دا امکان هم شته چې خبرې له سه شنبې وړاندې پیل شي.

ورځپاڼې په پاکستان کې د سولې په تړاو نننۍ غونډې ته اشاره کوي او زیاتوي دا غونډه ځکه مهمه ده چې د سولې لپاره روانې هڅې یوه نوي پړاو ته رسېدلي دي او په دې غونډه کې بلل شویو افغان سیاستوالو او پاکستاني کارپوهانو ته به دا فرصت برابر شي چې د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په یوه مطلب کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د واکمنۍ په تېره موده کې بهرنۍ کړنلارې ته کتنه کړې.

لیکوال وايي په دې موده کې د هند د بهرنیو چارو کړنلارې په برخه کې د پام وړ هڅې شوې خو دا هڅې سره ویشلې وې او د هېواد په امنیت او پرمختګ کې مرسته نه ده کړې.

لیکوال په دې نظر دی چې هند ته په کار دي د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو په اړه خپل پلانونه وځنډوي او پر ځای خپلې شاوخوا سیمې ته پام وکړي، دی وايي که څه هم د چابهار له لارې هند هڅه وکړه چې له افغانستان او منځنۍ هېوادونو سره لاره پیدا کړي خو په دې برخه کې د ځینو پرمختګونو وروسته اوس د ایران او امریکا ستونزه رامنځته شوې او تر هغه چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا له منځه نه وي تللي څوک به چابهار بندر کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ټایمز اف انډیا: د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د واکمنۍ په تېره موده کې د هند د بهرنیو چارو کړنلارې په برخه کې د پام وړ هڅې شوې خو دا هڅې سره ویشلې وې او د هېواد په امنیت او پرمختګ کې مرسته نه ده کړې.

دې وضعیت ته په پام سره لیکوال وړاندیز کوي چې د اوس لپاره دې د هند په بهرنۍ کړنلاره کې افغانستان، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو پر ځای پام خپل نژدې ګاونډ ته واړوي او له هغو فرصتونو دې ګټه واخلي چې د بنګال خلیج، عرب سمندرګي او د سمندر په هېوادونو کې شته او له پاکستان سره د چلن لپاره دې لارې چارې ولټول شي.

د نیویارک ټایمز په دې مطلب کې د ځینو شنونکو په حواله ویل شوي چې د غورځنګ مشران ددې لپاره نیول شوي چې منظور پښتون په خپله په غورځنګ کې ګوښی کړي. شنونکي وايي دولت هڅه کوي د غورځنګ سخت دریځي غړي وهڅوي چې تاوتریخوالي ته مخه کړي او بیا په دې بهانه غورځنګ وځپل شي.

برتانوۍ ورځپاڼه اینډیپنډینټ د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا له امله په سیمه کې د هوايي کرښو د لوریو بدلون ته اشاره کوي او لیکي دې ته په پام چې په ۲۰۱۴ کال کې په اوکرایین کې د شخړې پرمهال مالیزیایۍ الوتکه په راکټ وویشتل شوه او ټولې ۲۹۸ سورلۍ یې مړل شول نو هوايي چلن شرکتونه دا مساله ښه درک کوي چې په دا ډول وضعیت کې الوتنې څومره له خطر سره مخامخ کیدای شي.

ورځپاڼې لیکي په دې لړ کې د تر ټولو ډیر زیان د قطر هوايي شرکت ته رسیږي چې د اماراتو او سعودي له خوا له بندیزونو سره مخامخ دی. د اماراتو هوايي شرکت ویلي په سیمه کې وضعیت له نږدې څاري.

په همدې تړاو کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوبل اینډ میل لیکلي که امریکا پر ایران برید وکړي نو دا به ډیره ستونزمنه وي چې په سیمه کې دې جګړه کابو کړل شي.

ددې مطلب لیکوال وايي په دې احتمالي جګړه کې ایران په یوازې سر امریکا سره د مقابلې توان نه لري نو په سیمه کې هغه ځواکونه چې د ایران په نیابت جګړه کوي په دې شخړه کې ښکېل شي او د امریکا پر متحدینو اسرائیل، عراق، سعودي او د تېلو د لېږد پر لیکو به بریدونه وکړي.