ښځه تر نیمې شپې الوتکه کې یوازې ویده پرېښودل شوې وه

ایر کاناډا د انځور حقوق Getty Images

یوه مېرمن وايي هغه مهال په الوتکه تر ډېره یوازې پرېښودل شوې چې د سفر پرمهال ویده شوې وه.

ټېفاني ادمز وايي، له کیوبېک نه ټورونټو ته تله چې په الوتکه کې ویده شوې وه، خو کله چې ویښه شوه، په تیاره کې یوازې پاتې وه او ټول خلک له الوتکې تللي و. نوموړې وايي، ډېر یخ وهلې او سخته ډارېدلې هم وه.

نوموړې وايي، داسې مهال له خوبه ویښه شوه چې د سیټ کمربند یې هم تړلی پاتې و.

هغه وايي، له دې پېښې وروسته "د شپې مهال تکراري وحشتناکه خوبونه" ویني.

مسکو؛ الوتکه کې د اور له امله ۴۱ کسان وژل شوي

الوتکه کې ډار؛ څنګه پرې برلاسي کېدای شو؟

په هوايي ډګر کې د پاتې ماشوم لپاره الوتکه بېرته ستنه شوه

ایر کاناډا پېښه تاییدوي او وايي په دې اړه څېړنې روانې دي.

ادمز په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "د الوتکې له ناستې څو ساعته وروسته د شپې ناوخته له خوبه ویښه شوم، په پوره تیاره کې یخ وهلې لاهم په خپله څوکۍ کې ناسته وم."

دې ویلي، دا یوه 'ترهوونکې' پېښه تجربه وه.

له ویښېدو وروسته ادمز خپلې ملګرې ته زنګ وهلی او کیسه یې ورته کړې، خو له زنګ وهلو یوه دقیقه وروسته یې د موبایل چارج ختم شوی دی. له هغې سره چارجر هم نه و چې خپل موبایل بیا روښانه کړي او د الوتکې برېښنا هم بنده کړای شوې وه.

د هغې ملګرې د ټورنټو د هوايي ډګر چارواکو ته زنګ وهلی او د ادمز په اړه یې ورته ویلي.

د انځور حقوق Reuters

په دې بهیر کې ادمز خپله هم توانېدلې چې یو کوچنی څراغ پیدا کړي او په روښانولو یې د خلکو پام ځان ته ورواړوي.

د بکسونو لېږدوونکي هغه لیدلې او وايي نوموړې په هېښوونکي حالت کې وه.

ادمز ویلي د ایر کاناډا چارواکو ورته په لیموزون ګاډي کې ښه هوټل ته تګ وړاندیز کړی خو هغې دا نه ده منلې او خپل کور ته یې د ژر تر ژره تګ غوښتنه کړې.

هغې ویلي د هوايي شرکت چارواکو ورسره دوه وار اړیکه نیولې، د هغې د وضعیت پوښتنه یې کړې او بخښنه یې ترې غوښتې.