د ۱۱ سپتمبر پېښې نالیدلي تصویرونه چې کلونه وروسته یوه سي ډي کې موندل شوي

Ground Zero, New York د انځور حقوق Jason Scott/Textfiles

د مستندو موادو زېرمه کوونکو له یوه کوره د صفايي بهیر کې د کمپیوټري سي ډي ګانو یوه ټولګه پېرلې چې پکې د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱ له بریدونو وروسته د نیویارک ګراونډ زیرو سیمې اخیستل شوي ۲۴۰۰ داسې تصویرونه هم شامل دي چې تر اوسه نه وو لیدل شوي.

داسې ښکاري دغه تصویرونه د ودانیزو چارو یوه کارکونکي اخیستي چې له بریدونو وروسته یې د ټوین ټاورز او شاوخوا سیمه کې د پاتې شونو ټولولو دنده درلوده. دغه کارکونکی تر اوسه نه دی پېژندل شوی. ویل کېږي سي ډي ګانې په ښه حالت کې نه وې، خو پکې شته تصویرونه خوندي شوي دي او زېرمه کوونکو uploaded the photos to Flickr پاڼې ته پورته کړي دي.

په هغو بریدونو کې چې له نړیوال سوداګریز مرکز، پنټاګون او پنسولوانیا کې له یوې کروندې سره الوتکې ټکر شوې، نژدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

Ground Zero, New York د انځور حقوق Jason Scott/Textfiles
Ground Zero, New York د انځور حقوق Jason Scott/Textfiles

د تصویرونو یو زېرمه کوونکی جېسن سکاټ وايي:

''دا یوه معجزه ده چې د هغه وخت له سي ډي ګانو تصویرونه مناسب حالت کې واخیستل شول، ځکه معمولاً دومره پخوانۍ سي ډي ګانې داغي شي او بیا ترې تصویر تر لاسه کول اسان نه وي. ''

,ویل کېږي، له هغو کسانو چې د بریدونو پاتې شوني یې پاکول، ډېری یې ناروغ یا ټپیان شوي وو. ویل کېږي، نژدې ۴۰۰ زره کسان د زهرجنو موادو له کبله اغېزمن شوي وو.

Ground Zero, New York د انځور حقوق Jason Scott/Textfiles
inside a building by Ground Zero د انځور حقوق Jason Scott/Textfiles
Ground Zero, New York د انځور حقوق Jason Scott/Textfiles

دلته له فلیکر نه د اخیستل شویو تصویرونو یوه ټولګه وینو.

.