د پاکستان محافظه کاره اسلامپالي د جامو مینځلو مایع بندېدل غواړي

اریل د انځور حقوق Getty Images
Image caption ددغه اعلان مخالفانو له خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر نه په ګټې اخیستو خپل مخالفت ښودلی چې ځینو لیکلي: "دوی په خپلو تبلیغاتو کې له اسلامي لارښوونو سره مخالفت کوي".

په پاکستان کې د امریکا د جامو مینځلو د یو ډول مایع د تبلیغاتي اعلان په غبرګون کې یوې محافظه کارې ډلې ددغه مایع د بندیز غوښتنه کړې. دا اعلان د ښځو د توانمندۍ ملاتړ کوي.

د "اریل" جامو مینځلو د مایع د اعلان پیل کې یوه خبریاله او بله ډاکټره لیدل کېږي چې د خیرنو جامو راغونډولو پرمهال دا 'نرواکی" شعار وايي، "زدکړه پای ته رسېدلې او اوس د کور د کارونو وخت رارسېدلی".

په اعلان کې د پاکستان د نجونو د کرېکټ لوبډلمشره وايي، دا یوازې خبرې نه دي،‌ بلکې داغونه دي او تر دې وروسته به دا شعار وي چې "نور د داغونو ستنېدل نه پرېږدو".

ځینو پاکستاني محافظه کارو پر خواله رسنیو ددغه تبلیغاتي اعلان په تړاو خپله غوسه ښکاره کړې ده.‌ دوی وايي دا اعلان اسلام ته سپکاوی دی.

ددغه اعلان مخالفانو له خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر نه په ګټې اخیستو خپل مخالفت ښودلی چې ځینو لیکلي: "دوی په خپلو تبلیغاتو کې له اسلامي لارښوونو سره مخالفت کوي".

یوه کارن لیکلي: "هیله ده د لیبرالانو پروړاندې چې پاکستان کې لیبرالیزم خپروي، ګام واخیستل شي".

په مقابل کې د ځینو خواله رسنیو کارنو پر دغه نظر ملنډې وهلې چې ګني دا اعلان اسلام ته سپکاوی دی.

د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې "اریل" لومړنی تبلیغاتي شرکت نه دی چې پاکستان کې د سخت دریځو بنسټپالو له غوسې سره مخامخېږي. د "کریم" لېږد رالېږد د خدمتونو پر تبلیغاتو هم د مخالفانو له خوا سخته نیوکه شوې وه.

ددغه راپور له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې پر ګرځنده موبایل "کیوموبایل" شرکت هم د اسلامپالو سخت دریځو له خوا ورته نیوکه شوې وه.‌