ورځپاڼې: امریکا په افغانستان کې پياوړی استخباراتي شتون غواړي

امریکا په افغانستان کې شاوخوا نهه زره پوځيان لري د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په افغانستان کې شاوخوا نهه زره پوځيان لري

امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل لیکلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې اړه چې ویل کېږي د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې متن له سره لیکل کېږي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي آن که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي هم نو امریکا غواړي په دغه هېواد کې دیر پیاوړی استخباراتي حضور ولري.

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې له "فاکس" خبري اژانس سره په یوه تازه تلویزیوني مرکه کې کړي چې همدا نن خپره شوې، ښاغلي ټرمپ په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي په افغانستان کې به د امریکا استخباراتي حضور تر هغه ډیر پیاوړی وي چې تصور یې کېدای شي.

ورځپاڼه لیکي ټرمپ ویلي غواړي ځواکونه له افغانستانه وباسي خو په دغه هېواد کې داسې ډیر پټ ځایونه شته چې باید پام ورته وشي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي د پاکستان حکومت هند ته د هغو ۲۶۱ هندي وګړو نوملړ سپارلی چې په پاکستان کې په زندان کې دي. په دې ډله کې له دوه سوو زیات کب نیوونکي دي چې پاکستاني ځواکونو نیولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي هند به هم ورته لست پاکستاني لوري ته وسپاري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په کال دوه ځله د دواړو هېوادونو چارواکي یو بل ته د هغو زندانیانو نوملړ سپاري چې له دوی سره دي.

ګارډین ورځپاڼې په چټکۍ د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي د سپوږمکیو پر مټ اخیستل شوي تازه معلومات ښيي چې په انترکتیکا کې په تیرو څلورو کلونو کې کنګلونه د شمالي قطب د کنګلونو پرتله په چټکۍ مخ په کمېدو دي.

ورځپاڼه لیکي تازه ارزونې ښيي چې په کال کې په منځني ډول په سویلي قطب کې په تېرو څلورو کلونو کې له لاسه وتلی کنګل په شمالي قطب کې د څلور دیرشو کلونو له منځه تللي کنګل سره برابر دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکو ویلي کنګلونه ښايي تر هغه ېیر په چټکۍ ویلي شي چې وړاندې یې اټکل کېده.

ګارډین زیاتوي په سویلي قطب کې په دومره زیاته پیمانه د کنګل ویلي کېدلو علت نه دی معلوم او یوازې وخت به دا معلومه کړي چې کنګل به بېرته ځان ونیسي او که په همدې توګه به ویلي کیږي. څېړونکو ویلي کنګلونه ښايي تر هغه ېیر په چټکۍ ویلي شي چې وړاندې یې اټکل کېده.

جاپان ټایمز ورځپاڼې لیکلي به جاپان کې له بهرنیانو یو شکایت دادی چې د درملنې لګښت نه پرې کوي او له همدې امله روغتونونه شکایت کوي. دا ورځپاڼه لیکلي ستونزه لویه ځکه ده چې شاوخوا دیرش سلنه بهرنیان چې جاپان ته سفر کوي روغتیايي بیمه نه لري. نو ځکه اوس د یوه کمپاین له لارې دغه هېواد ته ورتلونکي بهرنیان هڅول کیږي چې حتماً روغتیایي بیمه ولري.

جاپان ټایمز زیاتوي ځینې وخت داسې پیښيږي چې بهرنیان ناروغ شي نو که روغتیايي بیمه ونه لري نو په کار ده چې د درملنې لګښت ورکړي خو ځینې وخت داسې هم پیښیږي چې ځینې بهرنیان د درملنې لګښت نه ورکوي.

د اوکیناوا ایالت یوه چارواکي ورځپاڼې ته ویلي روغتیايي مرکزونو اندېښنه ښودلې چې د بهرنیانو له خوا د درملنې د لګښت د نه ورکولو پېښې ډیرې شوي دي.

ورته مطالب