له الوتکې لوېدلی سړی باغ کې مړ وموندل شو

Kenya Airways د انځور حقوق Public domain
Image caption داسې اټکل کېږي چې دا کس په نایروبي کې الوتکې ته ختلی و

د الوتکې یو مشکوک مسافر، چې الوتکه یې د لندن ښار پر سر تېرېده او ده ځان پکې پټ کړی و، له الوتکې لوېدلې او لندن کې د یوه کور په باغ کې مړ موندل شوی. پر دغه مسافر ګومان کېده چې غواړي وتښتي.

پولیس وايي، اټکل دی چې دا سړی د کینیا له نایروبي نه الوتکه کې ختلی و. د سیمې یو اوسېدونکي ویلي، دی په خپل باغ کې د لمر پیتاوي ته ناست و چې یو سړی په باغ کې له ده څخه یو متر لېرې له اسمانه را ولوېد.

یاد سړی، چې نوم یې نه دی خپور شوی، وايي یوه چیغه یې واورېده، کله یې چې له کړکۍ وکتل د باغ پر دېوال یې یو رالوېدلی سړی ولید:

"بهر ته ووتم، ګاونډی ډېر ترهېدلی و".

ګاونډي دا هم ویلي، د الوتکې یو څارونکی، چې په خپل موبایل کې یې د الوتکې مسیر څاره، د دغه سړي لوېدل په خپلو سترګو ولیدل.

د الوتکې څارونکی له پولیسو سره په یوه وخت د لوېدو ځای ته ورسېد او دوی ته یې وویل چې دا سړی د کینیا له یوې الوتکې رالوېدلی.

ګانوډی وايي "که دوې ثانیې وروسته رالوېدلی وای، نو د عامو خلکو پر ګڼه ګوڼه به رالوېدلی وی. د هغه له لوېدو ۱۵ دقیقې مخکې زما ماشومان په باغ کې و".

"د کنګل ټوټه"

"د هیترو له چارواکو سره مې اړیکه ونیوه، دوی ویل چې دا کار په هرو پنځو کلونو کې یو ځل کېږي."

د قرباني شوي سړي په اړه هغه وویل: "دا چې د سړي بدن سالم و، د هغه مړی د کنګل په یوه ټوټه کې و."

پولیسو ویلي، د مړي په اړه ازموینې ترسره کېږي.

د انځور حقوق PA Media
Image caption د سړي مړی د لندن افرډن سړک په کلپهام کې د یوه کور په باغ کې رالوېدلی

د کینیا د هوايي چلند ادارې ویلي، الوتکه سمه کتل شوې او د دا ډول پېښې هېڅ خبر نه دی ورکړل شوی.

له الوتکې د لوېدو له ځایه یو بکس، اوبه او یو څه خواړه موندل شوي دي.

هوايي چلند ادارې ویاند ویلي، الوتکې اته ساعته او ۵۰ دقیقې سفر کړی و.

د کینیا او لندن د هوايي چلند ادارې ددغې پېښې په اړه په ګډه کار کوي.

Image caption یوه ګاونډي ویلي، سړی د ګاونډي په باغ کې له الوتکې راولوېد

دا لومړی ځل نه دی چې د لندن هیترو هوايي ډګر ته څېرمه داسې پېښه رامنځ ته کېږي.

د ۲۰۱۵ کال جون کې هم یو سړی په ورته پېښه کې مړ وموندل شو.

د ۲۰۱۲ اګسټ میاشت کې یو بل سړی د الوتکې شاتنۍ برخه کې مړ وموندل شو. الوکته له کیپ ټاون لندن ته تللې وه.