د سعودي جده کې د 'ازادۍ بت' پرلګولو پراخ غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نیویارک کې د ازادي اصلي مجسمه

د سعودي په جده کې د "ازادي مجسمې" لګولو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګون راپارولی.

دوی دا کار د غرب "ړوند تقلید" بللی او ځینو نورو بیا دا حرمینو ته د "بتانو" ستنېدا بللې.

یو له دوی بدر العواضي دی چې لیکلي یې دي: "دا پرمختګ او ثقافت نه دی چې د یهودو او نصاراو ارزښتونه واخلئ او د توحید په ځمکه او د عقیدې په منبع کې یې پورته کړئ. یا الله موږ بېزاره یو له بتانو او د هغې له بندګانو او شاهدي ورکو چې ته یوازې یې هېڅ شریک نه لرې. موږ ته یوازې الله تعالی بس دی او هغه تر ټولو ښه وکیل دی."

خو سعد الترکماني لیکلي: "ویل یې چې د حرمینو هېواد پرمختګ او ازادي لپاره ګام پورته کړی، نو ما فکر کاوه چې دوی به له غرب نه ساینس، ټکنالوژي او طب برخه کې ګټه واخلي، خو ما یوازې له غرب نه د ګډا، د ډیسکو، بتانو او رقاصو تقلید ولید. یا الله هغه څوک اصلاح کړه چې د مسلمانانو چارې یې په لاس کې دي."

یوه بل ټویټر کاروونکي د مجسمې د ورانولو ویلي او لیکي: "ای د جزیرې خلکو، ایا تاسې کې داسې څوک نشته چې د نبي ابراهیم علیه السلام په ګام روان شي او دا بت له منځه یوسي."

خو یوې بلې ډلې خلکو بیا له بلې زاویې په دې مجسمې نیوکه کړې. دوی ویلي چې په نیویارک کې د "ازادۍ" اصلي مجسمه د ازادۍ او بیان ازادۍ په معنی ده حال دا چې په سعودي کې اوس خلک ازادي نه لري.

خو د جدې چارواکو ویلي چې دا مجسمه د لنډمهال لپاره لګېدلې او د امریکایانو د کلتور پېژندنې لپاره ده. دوی خلکو ته ډاډ ورکړی چې څه موده وروسته به بېرته لرې کړای شي.

خو له دې ډاډ او وضاحت څرګندولو سره سره بیا هم ځینو خلکو نیوکو ته دوام ورکړی. خالد نومي لیکلي: "حرام حرام دي که د پنځه دقیقو لپآره وي یا نیم ساعت لپاره. شراب د لنډې مودې لپاره نشه لري او عقل ته ستونزې جوړوي بیا یې نشه ختمیږي نو ایا دا د لنډې مودې لپاره حرام حلال کېدای شي؟"

بلخوا ځینو بیا دا کار عادي بللی.

ابو اصاله نومي لیکلي "د ازادۍ مجسمه داسې خبره ده چې په جنجال نه ارزي."

څو ورځې وړاندې یوې بلې موضوع هم سعودي کې د خواله رسنیو کاروونکو پراخ غبرګون راپارولی و.

د سعودي عربستان جده ښار کې د امریکایي رپ موسیقۍ سندرغاړې نیکي میناج د سندرو اعلان پر خواله رسنیو تاوده بحثونه او حیرانتیا رامنځ ته کړې.

ټاکل شوې دغه سندرغاړې به د جولای پر ۱۸مه د جدې په نړیوال نندارتون کې د موسیقۍ کانسرټونه وړاندې کړي.

ځینې وايي، دا مېله په دې هېواد کې د سختګیرانه بندیزونو پر ستوني پښه اېښودل او د هنرونو د ودې لپاره د هڅونې یوه پیلامه ده.

میناج پر ټویټر ډېره مشهوره ده.

یوه ټویټر کارن لیکلي: "له درې کلنې ناسوبتیا وروسه تاسو اورئ چې نیکي میناج په سعودي کې د موسیقۍ یو کانسرټ جوړوي".

یوشمېر خواله رسنیو کارنو ویلي، دا مېله مناسبه نه ده،‌ ځکه چې جده کې د کانسرټ ځای د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلي ښار (مکې مکرمې) ته نژدې دی.

یوه بل بیا لیکلي: "د سعودي حکومت جده ښار کې د سندرو د مېلې جوړولو ته د نیکي میناج د ورتګ اعلان کړی، حال دا چې همدا حکومت د سیاسي اختلافونو له کبله ګڼ مسلمانان د حج او عمرې له ادا کولو منع کړي دي".

په سعودي عربستان ظاهراً کې د هنري فعالیتونو په پلمه د ساتېرۍ او کانسرټونو لړۍ پیلېدل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د هغه پلان برخه ده چې غواړي د هېواد اقتصاد او هلته د نورې نړۍ د وګړو او سیلانیانو ورتلو ته لار هواره کړي.