ایران د برتانوۍ بېړۍ د نیولو ګواښ وکړ

د انځور حقوق EPA
Image caption د ګرېس یو په نوم د ایران تېلو وړونکې بېړۍ تېره پنجشنبه ونیول شوه.

د ایران مذهبي مشر ته یو نږدې سلاکار وايي، که برتانیا د دغه هېواد تېل وړونکې بېړۍ نه پرېږدي، باید د برتانیا تېل وړونکې بېړۍ باید ونیول شي.

دا ګواښ له هغه وروسته دی چې تېره پنجشنبه د برتانیا شاهي سمندري ځواکونو په جبل الطارق یا جبرالټر کې د ګریس یو په نوم بېړۍ ونیوله.

دې بېړۍ د اروپايي ټولنې د بندیزونو خلاف له ایران سوریې ته تېل لېږدول.

جبل الطارق د اسپانیا سوېل کې کوچنۍ ټاپووزمه او د برتانیا د خاورې برخه ده.

د جبل الطارق ځايي حکومت کورنیو چارو کې خپلواک دی، خو بهرنی او دفاعي سیاست یې د برتانیا د مرکزي حکومت په لاس کې دی.

په جبل الطارق کې یوې محکمه وايي، دا بېړۍ تر ۱۴ ورځو ساتل کېدی شي.

ور پسې ایران په تهران کې د برتانیا سفیر ور وباله او د هغه څه په هکله یې ورته شکایت وکړ چې دوی یې سمندري غلا بولي.

* ټرمپ: د جګړې په صورت کې به ایران 'له منځه لاړ شي'

* امریکا 'د ایران سپاه د وسلو پر سیستم سایبري برید پیل کړی'

اوس د ایران د مذهبي مشر سلاکار محسن رضايي په ټوېټ کې وايي، ایران به زورورو ته "په نره" ځواب ور کړي:

که برتانیا د ایران د تېلو بېړۍ خوشې نه کړي، نو د چارواکو مسوولیت دی چې یوه برتانوۍ بېړۍ ونیسي.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي: "دا تریخ طنز دی چې کوم رژیم له دغه هېواد سره د شپږو اټومي قدرتونو له تړون بې قانونه او یو لوریز ووت اوس د همغه تړون په اجرا اندېښنه ښي".

ټاکلې ده چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د امریکا په غوښتنه د چارشنبې په ورځ د ایران په هکله غونډه وکړي.

د ایران استازي کاظم غریب ابادي چې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کې هم د ایران استازی دی، د اتریش پلازمېنه ویانا کې ویلي، دا چې امریکا له دې تړون د اصلي خلاف ورزي کوونکي په توګه دا غوښتنه کوي، نو دا ښيي چې نړیوالو مسلو او د قانون حاکمیت کې د څو اړخیز چلن سره د مخالفت له امله ګوښه شوې.

د دغه چارواکي په خبره، د امریکا غوښتنه د چارواکو شورا له ماموریت او د هغه اړوند تړونونو سره تړاو نه لري او د ایران او شپږو قدرتونو اټومي تړون د اجرا اړوند مسلې د هغه چوکاټ له مخې تعقیبېږي چې په دې هکله جوړ شوی دی.

د انځور حقوق Irna
Image caption ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، د ایران اټومي فعالیت یوازې د هغه چوکاټ له مخې اروزل کېږي چې اټومي تړون کې منل شوی دی.

د جمعې په ورځ فرانس خبري اژانس د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له خولې وویل چې د دې ادارې د چارواکو شورا راتلونکې چارشنبه( د جولای لسمه) د ایران د اټومي فعالیت د ارزولو لپاره ځانګړې ناسته لري.

له هغه لږ مخکې په دې اژانس کې د امریکا استازي د ورته ناستې غوښتنه کړې وه.

دا ناسته له هغه وروسته کېږي چې د ایران د بډایه شویو یورانیمو زېرمې له نړیوالو قدرتونو سره په تړون کې له ټاکلي برید یا حد واوښتې.

د ایران او شپږو قدرتونو له اټومي تړون د امریکا یو لوریز وتلو او پر تهران له بندیزونو بیا لګېدو پسې ایران وايي، دا تړون ګټه نه ور ته کوي او یو لوریز پلي کول یې هم کوم دلیل نه لري.

تهران ټینګار کوي چې اټومي چارې یې سوله ییزې دي، خو تړون ته خپلې ژمنې کموي.

له دې مخکې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس خپلو ټولو رپوټونو کې ټینګار کړی چې ایران دغه تړون ته ژمن دی.

د جمعې په ورځ نړیوالو چارو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سلاکار علي اکبر ولایتي وویل، د اټومي تړون تر اندازې د پنځه سلنه لا ډېرو یورانیمو بډایولو امکان شته:

د یورانیم بډایول به له ۳/۶۷ سلنې تر هغه زیات شي څومره چې سوله ییز فعالیت کې ورته اړتیا وي. لکه په بوشهر راکتور کې یې وکارو، نو ټینګوالی یې باید نږدې پنځه سلنه وي.

د انځور حقوق Iran

اروپايي ټولنه، جرمني، برتانیا، فرانسه، چین او روسیه- چې د اټومي تړون غړي دي- لا هم د دې تړون پر خوندیتوب ټینګار کوي او له ایران غواړي چې ورته ژمن اوسي.

درې اروپايي قدرتونه د ایسنټکس په نوم په یوه بله هڅه کې غواړي چې له ایران سره مالي راکړې ور کړې ته لار برابره کړي.

تېره اونۍ اروپايي ټولنې وویل، چې دا هڅه به پلې شي، خو ایران دا ګام ضروري مګر پوره نه بولي.

د جمعې په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی ډېره هڅه کوي د اینسټکس چوکاټ کې لومړی ځل پیسې واستوي.

ورته مطالب