له ملالې سره د سیاستوال انځور ولې جنجالي شو؟

د انځور حقوق TWITTER/@JFROBERGEQC

د کناډا د کیبوک ایالت د پوهنې وزیر جان فرانسوا روبیرج د تر ټولو کم عمره سولې نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ سره انځور اخیستل له نیوکو سره مخ شول.

ملالې پړونی یا ټیکر پر سر دی او په دې دلیل هغه کیوبک کې د ښوونکي دنده نشي کولی.

په دې دلیل تېرو ورځو کې کیوبک کې دا انځور سبب شو چې یو نوی قانون جوړ شي او د هغه له مخې د استادانو په ګډون چارواکي خپل کارځی کې مذهبي نښو لرونکي کالي نشي اغوستلی.

د پوهنې وزیر سره انځور کې ملالې پړونی په سر کړی دی.

جان فرانسوا روبیرج وايي، هغه له ملالې سره پر زدکړو پراخولو او نړیوال پرمختګ خبرې کولې.

* څلور پېغلوټې چې نړۍ یې بدله کړه

* ملاله یوسفزۍ: پر ټویټر خپله مبارزه روانه ساتم

جون میاشت کې کیوبک کې داسې په مذهب نه ولاړ قانون منظور شو چې پکې سرکاري چارواکي واک لري په دفتري وخت کې د مذهبي نښو لکه د یهودیت اړوند خولۍ( کيپه) د سیک اړوند پګړۍ او اسلام اړوند حجاب نشي پسرولی.

دا قانون د قاضیانو پولیسو، استادانو او نورو چارواکو لپاره هم دی.

پر دغه جنجالي قانون ډېر بحث روان دی او پرضد یې دغه ایالت کې مظاهره هم شوې ده.

د دې قانون ملاتړي وايي، چې کیوبک کې د حکومت او مذهب بېلولو لپاره اصول دودول ښه کار دی.

د انځور حقوق Getty Images

که څه هم دا قانون د یوه دین لپاره نه دی، خو نیوکګر وايي، چې دا په دغه صوبه کې د هغو مېشتو مسلمانو مېرمنو سره بې انصافي ده، چې حجاب یا پړوني سره خپل سر پټوي.

خواله رسنیو کې ځینې خلکو په دې تړاو خپل نظر څرګند کړی او د ملالې سره د انځور اخیستو له امله یې د پوهنې وزیر منافق بللی دی.

نوموړي په فرانسه کې له ملالې سره لیدلي و.

خو یوه خبریال ندیم سلیم والجي پوښتنه کړې چې که ملاله کیوبک ته د ښوونکې په توګه ځي، نو څه به کوي.

په ځواب کې د پوهنې وزیر د قانون دفاع کړې او ویلي یې دي چې کیوبک کې استادان خپل مسوولیت پېژني او د تدریس پر مهال مذهبي نښې نه کاروي.