داسې ګیدړه چې له ناروې کاناډا ته په پښو تللې

  • 7 جولای 2019 - 16 چنګاښ 1398
قطبي ګیدړې له خپل ځانه دفاع کول ډېر ژر زدکوي د انځور حقوق Universal Images Group/Getty Images
Image caption قطبي ګیدړې له خپل ځانه دفاع کول ډېر ژر زدکوي

ځوانه ګیده شمال قطب ته نژدې د ناروې له ټاپوګانو ټیک په ۷۶ ورځو کې د کاناډا شمال ته رسېدلې ده.

ځوانه قطبي ګیدړه د ناروې تر ټولو شمالي سیمه او یخ وهلو ټاپوګانو سوالبار نه د کاناډا شمال ته تللې ده.

دې ګیدړې ۴۵۰۶ کیلومتره لار په ۷۶ ورځو کې په پښو لنډه کړې ده.

د ګرینلنډي سرمیتسیاګ ورځپاڼې رپوټ وايي، دې سفر پوهان حیران کړي دي.

د ناروې قطبي موسسه کې څېړونکو دې ځوانه ګیدړه کې جي پي اېس (پتری) لګولی و او د تېر کال د مارچ وروستیو کې یې د سوالبار ټاپو ټولګې تر ټولو ستر ټاپو سپېټس برګن ختیځه غاړه کې پرېښودلې وه.

کله چې هغې د خپلو خوړو موندلو لپاره له لوېدیځ پلوه هڅه پیل کړه، له یو کال یې کم عمر درلود، خو ټیک ۲۱ ورځو کې ګرینلنډ ته ورسېده چې ۱۵۱۲ کېلومتره واټن لري او وروسته یې پاتې سفر ته پښې ټینګې کړې.

بیا یې پاتې مزل بشپړولو سره چې نږدې دوه زره کیلومتره کېږي، له سوالبار تر روانېدو وروسته پوره ۷۶ ورځو کې د کاناډا تر الزمیر ټاپو وروسېده.

باور مو نه کېږي

څېړونکي د دې اوږد واټن لنډولو هیښ کړي نه دي، بلکې د ګیدړې چټکتیا ته حیران دي.

هغې په منځني ډول له ۴۶ کیلومترو او کله هم تر ۱۵۵ کیلومترو لار په ورځ لنډه کړې ده.

Image caption تراوسه کومې ګیدړې دومره واټن په دومره چټکتیا سره وهلی نه دی.

د ناروې قطبي موسسې یوه غړې اوا فوګلي له انارکاناروې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: باور مو نه کېده، په دې اند و چې ښايي مړه شوې وي یا په کښتوړۍ کې ننوتلې وي، خو هلته کومه کښتوړۍ هم نه و، موږ اوس حیران پاتې یو.

تراوسه کومې ګیدړې دومره واټن په دومره چټکتیا سره وهلی نه دی.

اوا فوګلي د ناروې طبیعي څېړنو د مطالعې له غړي ارنود تارو سره په ګډه دې برخه کې څېړنې کوي چې قطبي ګیدړې څنګه د قطبي موسمونو له سخت بدلون سره ځان برابروي.

د انځور حقوق DeAgostini/Getty Images
Image caption قطبي موسسې داسې جدول هم برابر کړی چې ښيي څنګه دې ګیدړې د ګرېنلنډ شمال ته په لار کې دوه ځلې ارام وکړ.

اوا فوګلي وايي: دوبي ډېر خواړه وي، خو ژمی خواړه موندل سختېږي. ځکه قطبي ګیدړ نورو سیمو ته ځي، چې ډېر خواړه پیدا کړي، خو دا ګیدړه تر نورو هغو ډېره او زیاته لرې تللې چې موږ څارلې دي او دا ښيي چې دا کوچنی ژوی بې جوړې ځانګړنې او وړتیاوې لري.

قطبي موسسې داسې جدول هم برابر کړی چې ښيي څنګه دې ګیدړې د ګرېنلنډ شمال ته په لار کې دوه ځلې ارام وکړ.

څېړونکي په دې باور دي چې ښايي ګیدړې په بده هوا او توپان کې له واورې لاندې ځان پټ کړی وي چې بدن یې هم دا وړتیا لري او ښايي له ورېځو سره نژدې یې د خوړو نورې سرچینې یې هم پیدا کړې وي.

ورته مطالب