د ملانیا مجسمه؛ چاته هنر او چاته ریشخند ښکاري

  • 7 جولای 2019 - 16 چنګاښ 1398
د انځور حقوق AFP
Image caption د ملانیا مجسمه برېښنايي ارې سره له ونې تراشل شوې ده.

د امریکا د لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ لرګینه مجسمه تازه د هغې د زېږنځي سره نږدې لګېدلې، چې خلکو ورته ډول ډول غبرګون ښودلی دی.

امریکايي هنرمن برډ ډاوتي ځايي هنرمن الیس زوپویچ ته د دې مجسمې سپارښت کړی و، چې برېښنايي ارې سره په لرګي کې مجسمې جوړوي.

له نوموړي یې غوښتي و چې د ملانیا ټرمپ زېږنځي یا ټاټوبي سونیټسا ښار ته نږدې د یوې ونې په تراشلو سره دا مجسمه جوړه کړي.

دې لرګینه مجسمه کې ملانیا ټرمپ ابي جامو کې ښکاري او یو لاس یې داسې نیولی ته وا خپلو نندارچیانو ته یې ښوروي.

* د امریکا لومړۍ مېرمن افریقا کې څه کوي؟

* د ټرمپ مېرمن: نړۍ کې تر ټولو ډېره زه ځورول کېږم

د دې سیمې ځینې استوګن دا مجسمه چې تر ډېره مجسمه توږلو کلاسیک ډول سره ډېر سمون نه لري د شرم وړ بللې او ویلي یې دي چې ملانیا ته هیڅ ورته نه ده او یوه سمورفي دي.

سمورفي( د مالګې ګل نجلۍ) د یوې کارتوني ټولګې کرکټر دی.

برډ ډاوني له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د دې مجسمې سپارښتنه یې د دې لپاره کړې وه چې د امریکا پر سیاسي وضعیت د خبرو اترو لپاره فرصت رامنځ ته کړي.

ټاکلې ده چې دا هنرمن د اګسټ وروستیو کې د سلوانیا پلازمېنه لیوبلیانا کې هنري نندارتون جوړ کړي او د هغه د نندارتون جوړوونکي دا فکر کوي چې دا مجسمه ښايي د خلکو د پام اړولو او جذبولو لپاره یواځې طنزي کار وي.

د انځور حقوق AFP

سپینې ماڼۍ ته د ملانیا ټرمپ تللو پسې سونیتسا ښار د سیلګرۍ په جذبولو بدل شوی.

دغه ښار کې ځینې سیلانیان د ملانیا ټرمپ د ژوند داستان او له ټرمپ سره یې د اشنايي د لومړی کلونو کیسې سره مینه پیدا کوي او دا سبب کېږي چې سونیټسا کې د ملانیا ټرمپ له مجسمې نیولې نرمې څپلکې(چپلې) او ان د ټرمپ چیز برګر وپلوري چې پنېر یې د ډونلډ ټرمپ د وېښتانو حالت ښيي.

په داسې حال چې ډېرو ویلي دې مجسمې جنجال جوړ کړی، د سونیټسا یوې استوګنې ۶۶ کلنې کاترینا دا یوه ښه هنري نظریه بللې ده.

ملانیا د اسونیا ملي اتله ده، هغه امریکا کې تر ټولو لوړ ځای لري.