له یوه سرتېري سره وروستی دیدار

  • 7 جولای 2019 - 16 چنګاښ 1398

د انځورونو دې ګالرۍ کې د افریقا او له هغې بهر له سپورت او کب نیولو تر مظاهرو او وروستي دیدار پورې انځورونه را اخیستل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دوشنبې په ورځ د کینیا لوبغاړی فیلومینو فیلو مینو اوټینو د سنیګال له سدیومني مخکې شو، خو دې مخته کېدو ګټه ونه کړه، ځکه د افریقايي ملتونو کپ کې سنیګال د صفر- دریو مقابل کې لوبه وګټله
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چارشنبې په ورځ له سوېلي افریقا ها خوا ختیځه سمندرغاړه کې یو هلک د سارډین کبانو کلنۍ کډوالۍ پر مهال کبان نیولي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې موسم کې خلک د دربن سمندرغاړې سره بیروبار جوړوي او خپله یا جال سره څومره چې یې وس وي سارډین کبان نیسي.
د انځور حقوق AHMAD GHARABLI
Image caption د دوشنبې په ورځ د تلابیب اسراییلي ښار کې پولیسو یو مظاهره چي نیولی چې د توکمپالنې ضد مظاهره یې کړې وه او دا له هغه وروسته وه چې یوه پولیس چارواکي ایتوپايي توکمه ځوان وواژه.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کانګو پلازمېنه کنشاسا کې د اپوزیسیون ملاتړي د یکشنبې په ورځ د خپلواکۍ ورځې مارچ کې خپل غږ پورته کوي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا ډول د یکشنبې په ورځ نورې مظاهرې هم خو دا مهال د سوډان په امدیرمېن کې یو لاریونوال پر پوځ غږ کوي چې له واک لاس پر سر شي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې غوښتنه کې هغه یوازې نه دی.
Image caption د وړیو او سنیو اوبدونکي د جمعې په ورځ لیسوتو کې د چینايي دلالانو پر ضد له اعتراض سره سړکونو ته وتلي، حکومت د دې دلال سره انحصاري تړون لري، خو کرونګر وايي دوی ته پیسې نه ور رسېږي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چارشنبې په ورځ د پلازمېنې طرابلس سره له توقیفځي بهر کډوال نشته او دا هم له هغه وروسته چې هوايي برید کې ۴۴ کسان ووژل شول. ملګري ملتونه وايي دا برید ښايي جنګي جرم وبلل شي.
د انځور حقوق Empics
Image caption او د جمعې په ورځ د ټونیس پولیس د هغه سرتېري سره وروستۍ مخه ښه کوي چې پلازمېنه کې د پولیسو پر پوسته ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.