د امريکا او بريتانيا لانجه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امريکا او بريتانيا لانجه

لندن کې يوه پلټنه روانه ده، او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جېرېمي هنټ بيا د هغو کسانو پر وړاندې د جدي پايلو ګوتڅنډنه کړې، چې د ولسمشر ټرمپ ادارې په اړه یې د پټو يادښتونو يوه لړۍ رسنيو ته ليک کړې او سپړلې ده. دا يادښتونه چې واشنګټن کې د بريتانيا سفير ليکلې، پر سپينې ماڼۍ په کې نيوکې شوې، بې ګټې او بې وړتيا یې بللې ده. ځواب کې ډونلډ ټرمپ ويلي امريکا به نور د بريتانيا له سفير سره چلن نه کوي.