خلیجي شهزادۍ د اروپا او امریکا محکمو کې

د سعودي قانون کې د شهزادیو انځور پر اخیستو بندیز دی د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي قانون کې د شهزادیو انځور پر اخیستو بندیز دی

د جولای پر نهمه په غیاب پاریس کې د شهزادۍ حصة بنت سلمان محاکمه وشوه، پر هغې تور دی چې ګني "په لوی لاس تاوتریخوالي کې ښکېله'' ده.‌

حصه په اروپا کې لومړنۍ شهزادۍ نه ده چې محاکمه کېږي، نورې خلیجي شهزادۍ هم په اروپايي هېوادونو او امریکا کې د تاوتریخوالي په تور محاکمه شوې.

شهزادۍ حصة بنت ملک سلمان

د ۴۳ کلنې حصة پرضد قضیه د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې راپورته شوه. مدعي وویل پاریس کې د شهزادۍ په کور کې تاوتریخوالی ورسره شوی.

په شکایت کې راغلي، شهزادۍ حصه خپل ساتونکي ته د مصري کارګر اشرف عید د وهلو امر وکړ، اشرف د هغې په کور کې ځینې کارونه مخته وړل.

کارګر ویلي، د هغې خونې انځور یې اخیست چې ده کار پکې کاوه، خو شهزادۍ په دې تورن کړ چې ګني دا انځور پر خواله رسنیو د خپرولو او خرڅولو لپاره اخلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودۍ شهزادزۍ مشاعل العیبان کلیفورنیا کې د زندان پرمهال، ۲۰۱۳

دی وايي، حصه خپل شخصي ساتونکي ته د هغه د ډبولو امر وکړ او پر مخ په لغتو ووهل شو، لاسونه یې وتړل شول او د شهزادۍ د پښو ماچې کولو ته اړایستل شو.

عید وايي، وروسته د شهزادۍ له کوره په تېښته بریالی شو، خو د کار سازمان یې همالته پاتې او شهزادۍ ضبط کړل، خو ساتونکي د اشرف دا څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

د شهزادۍ وکیل ویلي، څېړنو په جعلي معلوماتو تکیه کړې او شهزادۍ زړه سواندې او لوستې ښځه ده چې پر نورو خلکو پام کوي.

د سعودي رسنیو د شهزادۍ د خیریه کارونو او د ښځو د حقونو اړوندو فعالیتونو خبره کړې ده.‌

شهزادۍ مشاعل العیبان

دغه ۴۸ کلنه سعودۍ شهزادۍ د ۲۰۱۳ کال جولای کې د امریکا کلیفورنیا کې په خپل کور کې وروسته تر هغه د انسانانو د قاچاق په تور ونیول شوه، چې یوه کینیایۍ خدمتګاره ترې وتښتېده.

رویټرز خبري اژانس ویلي: "شهزادۍ خپله کینیایۍ خدمتګاره امریکا ته ورسره بېولې وه، هره میاشت یې ۲۲۰ ډالر ورکول، پاسپورټ‌ یې ترې اخیستی و او په خپل کور کې یې بندۍ کړې وه."

څارنوالان وايي، خدمتګارې ته هېڅ رخصتي نه ورکول کېده او په زور ټوله اونۍ هره ورځ ۱۶ ساعته کار ته اړایستل کېده.‌

ویل کېږي د سعودي شهزاده عبدالرحمن بن ناصر بن عبدالعزیز آل سعود مېرمن شهزادۍ د پنځو میلیونو ډالرو په نغدي ضمانت خوشې شوه خو یوه څارګره اله یې په بدن کې ولګول شوه.

Image caption شهزادۍ بنیة بنت سعوود بن عبدالعزیز په ۲۰۰۱ کال د زندان جامو کې محکمې ته حاضره شوه

شهزادۍ بنیة بنت سعود بن عبدالعزیز

نوموړې په ۲۰۰۱ کال امریکا کې ونیول شوه، بنیة د سعودي د پخواني پاچا فهد ورېره وه، پر هغې د وهلو،‌ غلا او د انسانانو د قاچاق تور و.‌

چارواکو د هغې د خدمتګارې په وهلو او د شپږو زرو ډالرو په ارزښت د الکترونیکي توکو په غلا تورنه شوې وه.‌

شهزادۍ بنیه هغه وخت ۴۱ کلنه وه، چې فلوریډا پوهنتون کې یې انګلیسي ژبه زدکوله.

نوموړې وروسته تر هغه ونیول شوه چې خدمتګاره یې په وهلو وهلو له خپل کوره وایستله، خو ګاونډیانو یې پولیسو ته خبر ورکړ.

شهزادۍ تر یوې شپې زنداني کېدو وروسته د پنځو زرو ډالرو په ضمانت خوشې شوه، خو پاسپورت‌ ترې واخیستل شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دې شهزازدۍ قضیه پر ۲۰۰۸ کال پورې تړاو لري

شیخه حمدة آل نهیان او اوه لوڼې یې

د بلجیم بروکسل محکمې په ۲۰۱۷ کال اماراتۍ شیخه حمدة آل نهیان او اوه لوڼې یې د انسانانو په قاچاق او له خپلو خدمتګارانو سره په تاوتریخجن سلوک تورنې کړې وې.

محکمې پر هغوی د ۱۵ میاشتو بند سزا وخېژوله چې هره یوه تورنه ه ۱۶۵ زره یورو غرامت هم ورکوي.

دغه اماراتۍ شیخه د څه باندې ۲۰ خدمتګارانو په لرلو هم تورنه شوې وه،‌ چې په ۲۰۰۸ کال یې بلجیم ته د سفر پرمهال ورسره بېولې وې او د وینځو په شان ګټه یې ترې اخیسته.

خو مخکې له ډېر خطرناک تور څخه چې د نا انساني کړنو تور و، سپینه وخېژوله.

د هغې خدمتګارانو دا هم ویلي وو چې په هوټل کې د شیخې او د هغې د لوڼو ۲۴ ساعته خدمت کولو ته مجبورې کړل شوې وې، هېڅ رخصتي یې نه لرله او پر ځمکه به ویدېدې.

دوی دا هم ویلي وو چې سم خواړه یې نه ورکول بلکې کوم خواړه به چې له شیخې او لوڼو یې پاتې شول، هغه به یې دوی ته ورکول او له هوټله بهر ته یې هم اجازه نه ورکوله.‌

دې قضیې ټیک نهه کاله وخت ونیو.‌

ورته مطالب