د 'رسالت' فلم بلال بن رباح ومړ

  • 10 جولای 2019 - 19 چنګاښ 1398
علي احمد سالم د انځور حقوق almesryoon
Image caption علي احمد سالم د عربي ژبې د ښه تلفظ کولو د ښوونکي دنده هم مخته وړې ده.

په 'رسالت' فلم کې د صحابي بلال بن رباح په رول کې لوبېدلی لیبیایی لوبغاړی علي احمد سالم له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

علي احمد سالم په ۱۹۵۴ کال زیږېدلی. ابتدايي هنري ژوند یې په رادیو کې پیل کړ، وروسته د لیبیا تلوېزیون کې د خبرونو ویاند شو.

نوموړی په ګڼو تمثیلي ټوټو او فلمونو کې لوبېدلی. په 'د زنج انقلاب' ډرامه چې شاعر معین بسیسو لیکلې وه، او 'الفاروق عمر بن الخطاب' فلم کې هم علي احمد لوبېدلی دی.

نوموړی وروسته تر هغه ډېر مشهور شو، چې په ۱۹۷۶ کال په 'رسالت' فلم کې (چې په انګلیسي او عربي ژبو مشهور عرب فلم تولیدوونکي سوري - امریکايي لیکوال مصطفی العقاد تولید کړی، د صحابي بلال بن رباح په رول کې لوبېدلی دی.

'رسالت' فلم د نبوت او د اسلام د لومړیو کلونو په اړه جوړ شوی.

نوموړي د العقاد په (د صحرا زمریان.. عمر المختار) فلم جوړولو کې د مرستیال پروډیوسر رول هم لوبولی دی.

علي احمد سالم د عربي ژبې د ښه تلفظ کولو د ښوونکي دنده هم مخته وړې ده.

د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې د نوموړي د مړینې خبر پر خواله رسنیو خپور شو، چې کورنۍ، ملګري او مینه وال یې اندېښمن کړل.

د علي احمد سالم دا وینا ډېره مشهوره ده چې وايي: ''د مکې له فتحې وروسته له سینمايي کارونو لوېدلی یم''، چې د نوموړي څرګنده اشاره د 'رسالت' فلم وروستۍ برخې ته وه.