د اویغور مسلمانانو د ډله ییز بند ختمولو نړیواله غوښتنه

  • 11 جولای 2019 - 20 چنګاښ 1398
. د انځور حقوق AFP
Image caption بي بي سي په شینجیانګ کې ځینې ثبوتونه راغونډ‌کړي چې پکې ویل شوي څه باندې ۴۰۰ ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا شوي او دغو مرکزونو کې ساتل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د څه باندې شلو هېوادونو استازو په شینجیانګ کې له اویغور مسلمانو لږکیو سره د چین د ناوړه چلند ختمولو پر پلوۍ یو لیک لاسلیک کړی دی.

دوی او د بشري حقونو نورې ډلې وايي، چین په پنډغالو کې شاوخوا یو میلیون اویغور او نور مسلمانان بنديان کړي دي.

چین وايي، چارواکو دا کار په یادو "مسلکي مرکزونو" کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیا، کاناډا او جاپان په ګډون د ۲۲ هېوادونو سفیرانو له اویغور مسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند پرضد دغه لیک لاسلیک کړی دی.

په لیک کې هغو رپوټونو ته اشاره شوې چې وايي "چین کې د بندي شویو کسانو لوی مرکزونه شته، په شینجیانګ کې پر اویغور او نورو لږکیو ټینګ بندیز لګول شوی دی".

په لیک کې له چین غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو او نورو خپلواکو څارونکو ته شینجیانګ ته د ورتلو اجازه ورکړي.

په جنیوا کې د بشري حقونو د دفتر مشر جان فیشر ویلي، دې کار پر چین فشار ډېر کړې چې د شینجیانګ له مسلمانانو سره خپل ناوړه چلند ودروي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سینکیانګ اوغوریان وايي، له سختې توکمپالنې سره مخامخ دي

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا لیک نه یوازې د شینجیانګ د لږکیو په حق کې مهم دی،‌ بلکې په ګرده نړۍ کې د لږکیو په حق او له دوی سره د زور زیاتي پرضد یو ښه ګام دی.‌

بي بي سي په شینجیانګ کې ځینې ثبوتونه راغونډ‌کړي چې پکې ویل شوي څه باندې ۴۰۰ ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا شوي او دغو مرکزونو کې ساتل کېږي.

دوی ویلي چې د لمانځه او حجاب په څېر د مذهبي کړنو له کبله ربړول شوي او یا دا تور پرې لګول شوی چې ګني په بهر کې له نورو خلکو سره اړیکې لري.

په برتانیا کې د چین سفیر ردوي چې ګني چینايي چارواکو ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اویغور مسلمانان وايي سنکیانګ کې ورسره تبعیضي چلند کېږي.

د سینکیانګ اویغوریان

  • اویغوریان د ترک مسلمانانو له ټبره دي
  • دوی د سینکیانګ د وګړو ۴۵ سلنه جوړوي؛ ۴۰ سلنه یې د چین هان قوم دی
  • چین په ۱۹۴۹ کال د ختیځ ترکستان دولت له لنډمهالې واکمنۍ او شخړې وروسته پر سیمې واک ټینګ کړ
  • له هماغه وخت راهیسې، دغې سیمې ته د کډوالۍ څپې ورماتې شوې
  • اویغوریان د خپل دودیز کلتور له منځه وړلو وېره لري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
'چین کې ماشومان له کورنیو جلا کېږي'

ورته مطالب