عام محضر کې انګېلا مېرکل درېیم ځل ورېږدېده

  • 11 جولای 2019 - 20 چنګاښ 1398
ميركل د انځور حقوق AFP
Image caption میرکل د پنځم ځل لپاره د خپل حکومت مشري کوي، هغه په ۲۰۰۵ کال لومړۍ وزیره وټاکل شوه. دا وايي په ۲۰۲۱ کال به له سیاسته لاس واخلي.

د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل په تېره یوه میاشت کې درې ځله په عام محضر کې ورېږېده.

په یوه وېډیو کې ښکاري چې د فنلنډ د لومړي وزیر ترڅنګ په برلین کې هرکلي ته ولاړه ده او رېږدي.

د هغې رېږدېدا څه باندې یوه دقیقه وخت ونیو، خو صدراعظمې وویل، "ښه ده" او "کومه د اندېښنې خبره نه شته."

د حکومت یوه ویاند ویلي، هغه د تېر په څېر خپلو غونډو او له مهالوېش سره سم خپلو چارو ته دوام ورکوي.

مېرکل په داسې حال کې ورېږدېده چې وروستی ځل دوه اونۍ وړاندې جاپان ته د شلو هېوادونو سرمشریزه کې تر سفر مخکې هم رېږدېدلې وه.

هغې د سرمشریزې په څنډو کې خبریالان وته وویل "ښه ده".

د چارشنبې په ورځ انګېلا میرکل اړه شوه چې خپلې مټې ټینګې ونیسي او خپله رېږدېدا کابو کړي.

لومړی ځل انګېلا میرکل تېره میاشت د اوکرایین د ولمسشر ولادیمیر زیلانڅکي په هرکلي کې ورېږدېده.

د جرمني حکومت را دوي چې ګني میرکل کومه روغتیايي ستونزه لري.

مېرکل د پنځم ځل لپاره د خپل حکومت مشري کوي، هغه په ۲۰۰۵ کال لومړۍ وزیره وټاکل شوه. دا وايي په ۲۰۲۱ کال به له سیاسته لاس واخلي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
۶۴ کلنه انګېلا مېرکل د ولاودیمر زیلینسکي تر څنګ په رېږدېدا شوه

ورته مطالب